د هندي فلمونو لوبغاړې سادنا مړه شوه

د انځور حقوق Ramanand Sagar
Image caption سادنا د ۶۰ لسیزې پر مهال د هند فلمي نړۍ له مشهورو څېرو یوه وه.

د هندي فلمونو هنرمنده سادناشیودساني، چې د ۶۰ لسیزې پر مهال د هندي فلمونو له وتلو څېرو نه یوه وه، د ۷۴ کالونو په عمر د هند ممبۍ کې ومړه.

نوموړې له څه مودې راهیسې ناروغه وه او په ځايي روغتون کې یې درملنه کېده.

د هغې لومړی فلم ' لو ان شمله ' نومید، چې ۱۹۵۹ کال کې نندارې ته وړاندې شو.

دا یو بریالی فلم و او ورسره سادنا خورا مهشوره شوه.

یو مهال د هغې زلفانو جوړښت ځانګړی انداز ډېر مشهور وو، چې پیکی به یې پر تندي خپور و.

نوموړې له ډېرې مودې راهیسې له فلمي فعالیتونو لرې وه، البته د خپل وخت له فلمي هنرمندانو سره یې تر ډېره راشه درشه درلوده، چې هېلن، وحیده رحمان او اشاپاریک پکې شاملې دي.

له لو ان شمله پرته سادنا د 'پرک، هم دونو، وقت، وه کون تهی' په څېر بریالیو هندي فلمونو کې رول درلود.

نوموړې د خپل لومړي فلم له جوړونکي رام کرشن نیر سره واده کړی و او اولاد یې نه درلود. رام کرشن ۱۹۹۵ کال کې ومړ.