بړبوکۍ ټکساس کې ۱۱ کسان وژلي دي

د انځور حقوق AP

راپورونه وايي د امریکا ټکساس ايالت په بېلابېلو برخو کې د بړبوکۍ له امله ۱۱ کسان وژل شوي دي. تېره يوه اوونۍ په ټوله امريکا کې د توپان او سيلۍ له امله د وژل شويو کسانو شمېر اوس ۲۹ تنو ته ختلی دی.

لږ تر لږه اته کسان په ګارلنډ سيمه کې وژل شوي، پنځه تنه هغه مهال ووژل شول چې موټرونه يې له لويې لارې هوا پورته کړل.

درې کسان بيا په نورو ښارونو کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي په ختيځ ټکساس او نوې مکسيکو تر ۴۱ سانتي مترو پورې د واورې اورېدو وېره ده، چې کېدای شي نوموړې سيمه کې نور زيان هم واړوي.

ويل کېږي، جنوب کې دغه توپان اوسيلۍ له اټکله ډېره زوروره وه.

له ټکساس څخه راغلي راپورنه ښيي چې د ډلس له جنوب څخه تر شمال ختيځ پورې د توپان له امله کليساوي، نړېدلې، موټر ويجاړ شوي او ونې پرېوتلې دي.

د ګارلنډ پوليس وايي داسې ښکاري چې تېز توپان د موټرو د ټکر سبب ګرځېدلی چې له دې امله هم مرګ ژوبله او ډېر زيان اوښتی دی.

اوس مهال سور صليب د زيانمنو شويو کسانو لپاره خوندي ځايونه جوړ وي.

پوليس وايي د سړکونو او لويو لارو د برېښنا ستنې نړېدلې او دوی د شپې په تياره کې لګيا دي کار کوي.