دوه مصري پولیس د ربړونې' په تور په عمري بند محکوم شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، چې وړاندې د پوځ مشر و، تېره میاشت ژمنه وکړه، د پولیسو له هغو تورنو افسرانو سره به قانوني چلند کوي، چې د بندیانو په فزیکي ځورونې او ربړونې تورن شوي دي.

په مصر کې یوې محکمې دوه پخواني پولیس افسران تر مرګه د یوه ولسي وګړي د بړولو په تور په عمري بند محکوم کړي. تښتېدلي پولیس په مرمۍ د یوه بل بندي په ویشتلو هم تورن شوي دي.

د طنطا محکمې دواړه تورن پولیس په غیاب کې په عمري بند محکوم کړي دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، چې وړاندې د پوځ مشر و، تېره میاشت ژمنه وکړه، د پولیسو له هغو تورنو افسرانو سره به قانوني چلند کوي، چې د بندیانو په فزیکي ځورونې او ربړونې تورن شوي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د قاضي سعید صبري له قوله ویلي، طبي څېړنو وښوده، چې په ۲۰۱۴ کال د اسمعیل عبدالحمید په نامه یو بندي د شکنجې او ربړونې له کبله ساه ورکړې ده.

ویل کېږي، که چېرې دواړه تورن پولیس پخپله خوښه ځان پولیس ته وسپاري، د مصر له قانون نه په ګټې اخیستو د استیناف غوښتنه کولی شي.

دواړه تورن پولیس د یاسر المالح په نامه د یوه بل بندي په سختې شکنجې کولو هم تورن شوي دي.

د اسمعیل عبدالحمید او یاسر المالح یوه وکیل محمد عبدالعزیز ویلي، دوه کاله وړاندې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد ورځې لمانځلو پرمهال په واټونو کې دغو پولیسو ځینې کسان ونیول.

وکیلان وايي، د پولیسو په توقیفځي کې چې په زور د غلا پېښه کې اعتراف وکړي.

ورته مطالب