د اسامه بن لادن پخوانی ساتونکی ناصر البحري ومړ

Image caption ناصر چې د یمن اوسېدونکی و د شنبې په ورځ د سویلي مقاله ښار په یوه روغتون کې ومړ

یمن کې روغتیايي چارواکي وايي د اسامه بن لادن پخوانی ساتونکی ناصر البحري له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.

د دوی په وینا ناصر چې د یمن اوسېدونکی و د شنبې په ورځ د سویلي مقاله ښار په یوه روغتون کې ومړ.

د نوموړي عمر نژدې ۴۰ کاله و. البحري، چې د ابوجندال په نوم هم پېژندل کېده افغانستان کې د اسامه بن لادن د اوسېدو پر مهال د هغه ګاډي چلونکی هم و.

۲۰۰۸ کال کې نوموړی له ګوانتانامو بې زندانه خوشی کړل شو او بېرته یمن ته ستون شو.

۱۹۹۰ کلونو اوږدو کې هغه افغانستان، سومالیه او بوسنیا کې د اسلامپالو سخت دریځو بریدونو کې هغوی سره شامل و، خو وروسته له القاعدې بیل شو.

۲۰۱۰ کال کې د بي بي سي نیوز نایټ سره خبرو کې هغه خبرداری ورکړ، چې په پلرني هېواد یمن کې یې خلک سخت دریځۍ ته هڅول کېږي.

اسامه بن لادن ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو.