د روغتيا نړيوال سازمان ګيني له ايبولا پاک اعلانوي

د انځور حقوق Getty
Image caption تمه ده ګانا دغه تاريخي ورځ په کانسرتونو او اورلوبو ونمانځي

د ګيني هېواد به د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د ايبولا له وژونکې ناروغۍ چې دوه کاله وړاندې په کې خپره شوه پاک اعلان شي.

تمه ده ګيني دغه تاريخي ورځ په کانسرتونو او اورلوبو ونمانځي.

ایبولا په ګيني کې له ۲۵۰۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۹۰۰۰ نور يې په سيراليون او لايبريا هېوادونو کې هم تر خاورو لاندې کړل.

سيراليون هېواد کابو يوه مياشت وړاندې په نومبر کې له ايبولا پاک اعلان شو، خو لايبريا چې په سپټمبر مياشت کې له ايبولا پاکه اعلان شوې د ايبولا نوې پېښې په کې ثبت شوې دي.

يو هېواد هغه مهال له ايبولا پاک اعلانېږي، چې کله دوه وارې ۲۱ ورځو کې د دغې ناروغۍ مثبته پېښه ثبت نه شي.

په ګيني کې د بي بي سي خبريال وايي ايبولا د دغه هېواد پر اقتصاد او ټولنې ژور منفي اغيز کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ۱۰۰ زياتو روغتيايي کارکوونکو هم ايبولا سره د مبارزې په لار کې ژوند له لاسه ورکړ

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د ايبولا له امله ۶۲۲۰ ماشومانو خپل ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي.

دغه راز له ۱۰۰ زياتو روغتيايي کارکوونکو هم ايبولا سره د مبارزې په لار کې ژوند له لاسه ورکړ.

د بي بي سي خبريال وايي لا هم ژوندي پاتي کسان د دغې ناروغۍ له اوږد مهالو جانبي اغيزو وېره لري او ترې کړېږي.

دی وايي له ايبولا سره مبارزه په ځانګړي ډول په ګيني کې خورا سخته وه.

په لومړيو کې د دغه هېواد ځينو ټولنو باور نه درلود چې ګواکې وبا دې خپره شوې وي او ځينو نورو دا د لويديځو هېوادونو او ګيني حکومت کار باله.

د ګيني نوي ولسمشر الفا کوندې چې په نومبر مياشت کې يې بيا ټاکنې وګټلې روغتيايي بوديجه د پخوا پرتله دوه برابره کړه.

ورته مطالب