د تدمر لرغونی څلی په لندن کې

Image caption دا ۱۵ متره څلی به د سوریې او برتانیې د ګډ تاریخي میراث بېلګه هم وي

ټاکل شوې، چې د سوریې د تدمر (پالمیرا) لرغوني ښار په یوه مزدک کې د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې لخوا د ویجاړ شوي څلي په یاد هغه ته ورته یو څلی د لندن په ټرافالګر څلورلارې کې جوړ شي.

دغه دوه زره کلن څلی د بېل په نامه لرغوني عبادتځای وروستی پاتې شونی و. دغه ځای د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې، یونېسکو، لخوا په نړیوالو کلتوري میراثونو کې شمېرل کېږي، چې په می میاشتې کې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو ونیوه.

د دې ډلې جنګیالیو د تدمر په څېر په عراق کې هم ګڼ هغه لرغوني اثار له منځه وړي، چې تر اسلام دمخه تاریخي پېر پورې اړه لري. دغه ډله دا ډول اثار د شرک سېمبولونه ګڼي.

ګډ میراث

د دې پروژې چارې د برتانیې د ډېجیټل لرغونپوهنې د ادارې لخوا پر مخ وړل کېږي. د دې ادارې یوې چارواکې الیکسي کارېنوسکا ویلي، هیله یې دا ده، چې له دې لارې به له خلکو سره پر دې ټکي باندې پوهېدو کې مرسته وشي، چې د سوریې په څېر جګړه ځپلو هېوادونو کې د کلتوري او تاریخي ځایونو خوندي کول څومره مهم دي.

نوموړې ویلي، (( خلک وايي، په داسې یوه حالت کې چې د انسانانو ژوند پکې له منځه وړل کېږي، د دا ډول اثارو په اړه فکر اندېښنه مهمه ده؟ ځواب دا دی، په دې کې شک نشته، چې دا شیان تر انساني ژونده وروسته په دویم قدم کې مهم دي، خو دغه کلتوري شیان د اړوندې سیمې او ټولنې مهم ارزښتونه دي)).

د انځور حقوق .
Image caption د دې څلي لرغونوالی دوه زره کلن ښوول شوی

یاد شوی ۱۵ متره څلی به د برتانیې او سوریې د ګډ کلتوري میراث استازیتوب هم کوي. د تدمر د دغو لرغونو ودانیو د یوناني-رومي بڼې انعکاس د برتانیې د ملي ګالرۍ او نېلسن تاریخي ودانۍ په جوړښت کې هم لیدل کېږي.

یاد شوی برتانوی انسټیټیوټ په پام کې لري، چې دا څلی په اپرېل میاشتې کې د نړیوال میراث د اونۍ پر مهال په ټرافالګر څلورلارې کې نندارې ته وړاندې کړي.

د ډیجېټل لرغونپوهنې انسټیټیوټ د هارورډ او اکسفورډ پوهنتونونو او د دوبۍ د راتلونکي په نامه موزیم لخوا په ګډه پر مخ وړل کېږي. دا انسټیټیوټ اوسمهال یوه لویه پروژه دا هم لري، چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې له خطر سره مخامخ اثارو د مستندولو په موخه رضاکارانو ته درې-ډي کمرې ورکوي او له هغوی غواړي چې د دغو اثارو کره انځورونه واخلي.