د چين يوه کان کې ۸ ايسار کسان ژوندي موندل شوي

د انځور حقوق Xinhua
Image caption ايسارو کسانو ژغورونکو ته ويلي چې د کان په يوه ګوټ کې په خوندي ځای کې دي

د چين حکومتي رسنۍ وايي د هغو کان کېندونکو له ډلې چې پنځه ورځې وړاندې پر کان د يوه لوی کمر ښووېدو له امله ايسار پاتي شوي وو، اته کساه ژوندي دي.

راپورونه وايي ژغورونکي نه دي توانېدلي چې دغه کسان راوباسي، خو له دوی سره يې اړيکه نيولې ده.

دغه کمر د چين په ختيځ ولایت شان ډانګ کې د ګچو پر يوه کان ښووېدلی دی.

پر کان د کمر ښووېدو وروسته اووه کسان ژوندي ژغورل شوي، يو کس مړ شوی او ۹ کسان لا هم لادرکه دي.

ژغورونکي له داسې کامرو کار اخلي چې کولای شي په تياره کې هم په ويجاړ شوي کان کې یو شی وويني.

د حکومتي رسنيو د راپورونو له مخې ايسار کان کېدونکي د خوړو نه ور رسېدو له امله کمزوري شوي، خو په ټوله کې يې روغتیايي وضعيت ښه ښوول شوی دی.

ايسارو کسانو ژغورونکو ته ويلي چې د کان په يوه ګوټ کې په خوندي ځای کې دي.

د شينهوا خبري اژانس وايي د دغه کان څښتن د يکشنبې پر ورځ ځانوژنه وکړه.

که څه هم د ده د ځانوژنې انګېزه لا نه ده روښانه، خو د چين حکومت د هغو مالکانو پر وړاندې سزا سخته کړې چې بې پروايي کوي.

ورته مطالب