بروکسل کې د نوي کال شونو بريدونو په تړاو ۶ کسان نيول شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د شونو بريدونو په تړاو پوليسو ۶ شکمن کسان نيولي

د بلجيم امنيتي چارواکي وايي شپږ تنه يې د نوي ۲۰۱۶ کال د لمانځلو پر مراسمو د شونو بريدونو په تړاو نيولي دي.

د پنجشنبې ورځ (۳۱ ډسمبر) د بلجيم پلازمېنې بروکسل پوليسو خبر ورکړی و، چې د تېرې مياشتې پاريس بريدونو په تړاو يې لسم کس نيولي او تر پوښتنو کروېږنو لاندې دی.

پوليس وايي د دغو شپږو نيول شويو کسانو په اړه ورته خبر رسېدلی و، چې د نوي کال پر مراسمو د وسله وال بريد پلان لري.

د بلجيم امنيتي سرچينې وايي د دغو دواړو نيونو تر منځ کوم تړاو نشته.

پوليس وايي د پاريس د بريدونو په تړاو يې لسم کس چې ايوب نومېږي او په ۱۹۹۳ کال کې زيږېدلی نيولی.

د روان کال نومبر مياشتې پر ۱۳ نېټه پاريس ښار کې خونړي بريدونه شوي وو، چې ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله يې اړولې وه.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې وه.

ياد شوی کس د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د بروکسل ښار مولنبيک سيمه کې نيول شوی، د دغو بريدونو د پلان کوونکي عبدالحميد اباعود په ګډون له نوموړې سيمې یو شمېر نور شکمن کسان هم نيول شوي وو.

د نوامبر میاشت کې د ترهګریزو بریدونو ښکار شوي پاریس کې هم د نوي کال هرکلي لپاره تر سره کېدونکې اور لوبې سږ کال نه تر سره کېږي.

همدا ډول د بلجيم لوې څارنوالۍ ويلي چې د بروکسل په بېلابېلو برخو کې يې پر پوليسو، پوځ، ولسي وګړو او د نوي کال پر مراسمو د شونو بريدونو په تړاو شپږ شکمن کسان نيولي دي.

وړاندې د بلجيم پوليسو ويلي وو چې د امنیتي ستونزو له امله يې د نوي کال مراسم او اور لوبې لغوه کړې دي.