سوري ځواکونه د شيخ مسکين ښار د نيولو لپاره جنګېږي

Image caption د شيخ مسکين ښار د پلازمېنې دمشق او اردن پولې تر منځ پروت دی

د سوريې دولتي ځواکونه له ياغيانو سره د دې هېواد په جنوب کې د يوه مهم ښار د نيولو لپاره پر جګړه لګيا دي.

د نوموړي هېواد د پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې "پوځ او ملاتړې ملېشې د شيخ مسکين ښار پر لور د پر مختګ په حال کې دي".

په همدغه خبرپاڼه کې راغلي چې دولتي ځواکونه د دې ښار اصلي ميدان ته رسېدلي دي.

د سوريې د پوځ راپورونو له مخې دولتي ځواکونه او ملاتړې ملېشې د ډسمبر پر۳۰ د ياد شوي ښار ختيځې او شمالي سيمې تر ولکې لاندې راوستې دي.

بل خوا د سوريې دولت مخالف فعالان وايي، چې د دواوړ غاړو تر منځ سخته جګړه روانه ده او دولتي ځواکونه د روسيې له هوايي ملاتړه برخمن دي.

د روسيې دفاع وزارت منلې چې د دې هېواد جنګي الوتکو د دوشنبې پر ورځ د درعا پر ولايت هوايي بريدونه کړي خو په دې اړه چې په شيخ مسکين يې بمباري کړې يا نه، څه نه دي ويلي.

له هغه راهيسې چې روسيې په سوريه کې هوايي بريدونه پيل کړي، دا لومړی ځل دی چې د هېواد جنوب بمباري کوي.

ياد شوی ولايت د سوريې په جنوب کې وروستۍ سيمه ده چې د دولت مخالفو ډلو تر ولکې لاندې ده.

شيخ مسکين ښار د پلازمېنې دمشق او اردن پولې تر منځ پروت دی.

د سوريې جګړه اوس پنځم کال ته ننوتې چې له امله يې له ۲۵۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ميليونونه نور بېځايه شوي دي.

ورته مطالب