د اوپرا له سوداګریز اعلان سره د کمپنۍ ونډو بیه لوړه شوه

د انځور حقوق d
Image caption د سې شنبې په ورځ اوپرا پر خپله ټویټر پاڼه چې نژدې ۳۰ میلیونه فالوورز لري، دغه اعلان خپور کړ

د بدن وزن لږونکي مصنوعات جوړونکې کمپنۍ ویټ واچرز په ونډو کې له هغه وروسته ۱۹ سلنه ډېروالی ولیدل شو، چې د ټلویزیون مشهوره هنرمنده اوپرا ونفرې یې په سوداګریز ټلویزیوني اعلان کې ولیدله شوه.

په دغه یوه دقیقه ییز احساساتي اعلان کې چې اوپرا پکې د تېرو څو کلونو مودې کې د خپلې خپرونې ویډیويي کلیپونه سر په سر ښيي او بیا د وزن لږولو په اړه خبرې کوي.

هغې له لیدونکو وغوښتل، چې ملاتړ یې وکړي: راځئ په ګډه دغه چاره وکړو.

په ټلویزیوني اعلان کې ونفرې وايي، د هرې هغې ښځې په وجود کې دننه، چې وزن یې ډېر وي یوه ښځه داسې وي، چې پوهیږي، وزن لږولای شي.

ونفرې اکتوبر کې د ۴۰ میلیونه ۳۲۰ زره ډالرو بدل کې د کمپنۍ لس سلنه ونډې وپېرلې.

نیویارک کې د ترسره شوې درجه بندۍ له مخې د وزن لږولو وتلیو کمپنیو نه یوې کې د اوپرا ونفرې ګډون د ډایټینګ کمپنۍ ونډو کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

د دې معانا دا ده، چې اوس د اوپرا ملکیت ونډو ارزښت ۱۴۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د اوپرا له ګډون سره د کمپنۍ ونډو په بیو کې له زیاتوالي مخکې په یوه کال کې د دغې کمپنۍ د ونډو ارزښت کې اته سلنه لږوالی راغلی و.

د سې شنبې په ورځ اوپرا پر خپله ټویټر پاڼه چې نژدې ۳۰ میلیونه فالوورز لري، دغه اعلان خپور کړ او دا یې وویل، چې ولې یې په یاد شرکت کې ګډون وکړ.

اکتوبر میاشت کې دا ایلن ډیجینیریس شو کې د ګډون پر مهال ۶۱ کلنې اوپرا ونفرې اعلان وکړ، چې د ویټ واچرز وزن لږولو په نوي پلان کې یې ګډون کړی او په تېرو څو میاشتو کې یې ۱۵ پاونډه وزن لږ کړی دی.

کمپنۍ د وزن لږولو خپلو پلانونو کې د بدلون اعلان هم کړی، چې د شتمنو امریکایانو له خوښ او هوسا ژوند سره برابر شي.