اسرايلو کې دوه کسان په ډزو وژل شوي

Image caption بريد د تل ابيب د گڼې گوڼې نه ډکې سيمې کې شوى دى.

دوه کسان د اسرايلو په پلازمېنې تل ابيب کې په ډزو وژل شوي او اوه نور ژوبل دي.

بريد گريورستورانت په نښه کړى دى . امنيتي ځواکونو د بريد کوونکي موندلو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي.

په سم لاسي ډول معلومه نه ده چې د بريد هدف څه وو، خو د اسراييلو اوفلسطينيانو ترمنځ د څو مياشتو تاوتريخوالي په تعقيب رامنځ ته کېږي

د پوليسو يوۀوياند بي بي سي ته وويل " معلومه نه ده چې بريد يوه جنايي کړنه او او که ترورستي تړاو لري".

ده وويل چې د څلورو ژوبلو وضعه د اندېښنې وړ ده .

ده وويل چې د بريد هيڅ ځانگړى خبردارى نه وو ترلاسه شوى .

د تاوتريخوالي په وروستېو پېښې کې ١٣١ فلسطينيان او ٢١ اسرايليان وژل شويد ي.