هند کې د هوایي ځواکونو پر یوې هډې برید شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption حکومتي سرچینو ویلي چې چورلکې پر هوا ګرځي او د پوځ کومانډو سرتېري هم غوښتل شوي دي.

د هند پولیس وایي، ناڅرګنده وسله والو کسانو پاکستان سره پولې ته څېرمه پټان کوټ سیمه کې د هند پر یوې هوایي پوځي هډې برید کړی دی.

هندي چارواکي وایي، بریدګر په یوه پوځي موټر کې سپاره وو او پوځي جامې یې اغوستې وې.

د هند دفاع وزارت ویاند نتن وکانکر ویلي، دوه بریدګر وژل شوي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پاتې بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوي او له هوایي هډې خال، خال ډزې اورېدل کېږي.

اورپکو د شنبې په ورځ سهار وختي د پولیسو د موټر په وسیله پټان کوټ سیمه کې دغې هوایي هډې ته ننوتل.

فرانس پرس آژانس د راپور له مخې، په برید کې څلورو یا پنځه بریدګر ونډه لري.

یو امنیتي سرتېري دغه اژانس ته ویلي، "بریدګر په وسله په پوره توګه سمبال دي او غواړي هوایي هډې ته پوره زیان واړوي. زه فکر کوم دا وسله وال په جیش محمد ډلې پورې تړلي دي."

یاده دي وِ چي د جیش محمد تندلارې ډله د هند تر لاس لاندې کشمیر کې د هند حکومت مخالفت کوي. هند پر پاکستان تور پورې کوي چې د جیش محمد ملاتړ کوي، خو پاکستان دا تور ردوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هندي چارواکي وایي، بریدګر په یوه پوځي موټر کې سپاره وو او پوځي جامې یې اغوستې وې.

د پټان کوټ د پولیسو مشر فرانس پرس ته ویلي، "د بریدګرو او امنیتي سرتېرو ترمنځ ډزې لا هم روانې دي."

د پولیسو ددغه افسر د معلوماتو له مخې، د وسله والو په برید کې جنګي الوتکو ته زیان نه دی رسېدلی او امنیتي ځواکونه د بریدکوونکو د پېژندلو هڅه کوي.

هغوی ویلي، دا برید په سیمه ییز وخت سهار درې نیمې بجې شوی دی.

د هوایي هډې شاوخوا ډزې روانې دي. حکومتي سرچینو ویلي چې چورلکې پر هوا ګرځي او د پوځ کومانډو سرتېري هم غوښتل شوي دي.

تردې وړاندې په اګست میاشت کې په ګرداس پور کې د پولیسو پر یوه مرکز دې ته ورته برید کې اووه کسان وژل شوي ووو.

دا بریدونه داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ د خبرو اترو فضا جوړه شوې ده او د هند لومړي وزیر له خپل پاکستاني سیال سره د خبرو لپاره له پاکستانه لیدنه وکړه.

ورته مطالب