اوباما امریکا کې د وسلو ګرځولو په تړاو یو اړخیز ګام اخلی

Image caption امریکا کې هرکال زرګونه کسان په وسله والو بریدونو کې وژل کېږي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وایی، نور د وسله والو تاوتریخوالو سره د مقابلې لپاره د ګانګرس اقدام ته انتظار نشي کولی او په نوي میلادي کال کې د ولسمشر له واکونو په ګټه اخستو په دې تړاو یو اړخیز ګام پورته کوي.

ښاغلي اوباما د جمعې په ورځ (جنورۍ لومړۍ نېټه) ۲۰۱۶ کال کې په خپل لومړني اونیز راپور کې خپلو خلکو ته په وینا کې وویل، غواړي لوی څارنوال لرتا لینچ سره ژر وګوري او له هغه سره د وسلې مالکیت په قوانینو کې د ولسمشر د قانوني مداخلې په اړه سلا مشوره وکړي.

هغه په دې ویډیویي پیغام کې څرګنده کړه چې د خپلو موخو د مخته وړلو لپاره چمتو دی له حکومتي حکم څخه ګټه واخلي، ځکه چې باور لري "ګانګرس ددې مهم کار ترسره کولو کې پاتې" راغلی.

"درې کاله وړاندې یوه معقوله طرحه وړاندیز شوه چې څو ګوندیز ملاتړ یې هم درلود او د وسلې اخستونکو د مخینې ارزونه یې لازمي کوله. پام مو وي چې د امریکا نږدې ۹۰ سلنه خلکو ددې وړاندیز هرکلی وکړ. ان د وسلې ملي ټولنې ډېرو غړو ترې ملاتړ وښود. خو د وسلې لابي یې پرضد پورته شوه او سنا مجلس ورته رایه ورنکړه.

له هغې مودې راهیسې زموږ لسګونه زره امریکایي هېوادوال په وسله والو تاوتریخوالو کې وژل شوي. لسګونه زره کسان. هو، موږ پوهېږو چې نشو کولی د هر ناوړه ګام مخه ونیسو، خو که هڅه مو کړې وای، لږ ترلږه به مو د یوې پېښې مخه نیولې وای. څه به شوي وو که ګانګرس زموږ د خلکو د ساتلو لپاره ګام اخستی وای، هر ګام؟"

د انځور حقوق AFP
Image caption کارپوهان باور لري چې د اوباما ددې څرګندونو پروړاندې به جمهوري غوښتونکي او د امریکا د وسلې ملي ټولنه (ان. آر. اې) کلک غبرګون وښيي.

کارپوهان باور لري چې د ښاغلي اوباما ددې څرګندونو پروړاندې به جمهوري غوښتونکي او د امریکا د وسلې ملي ټولنه (ان. آر. اې) کلک غبرګون وښيي.

اوباما وایي، له ښوونکو، زده کوونکو او مېندو پلرونو یې ډېر لیکونه ترلاسه کړي چې له ده یې غوښتي دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.

ښاغلی اوباما په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په تېر نومبر میاشت کې په سن برناردینو کې تر وسله وال برید وروسته د وسلې د مالکیت پر سر بحثونه ګرم شوي دي.

ورسره د ټکساس په څېر ایالت کې د وسلې پر اخستو او مالکیت د هر ډول محدودیت وړاندیز د ډېر خلکو له مخالفت سره مخ شوی او په دې وروستیو کې داسې قانون تصویب شوی چې د وسلې مالکانو ته په ښکاره د وسلې ګرځولو اجازه ورکوي.

تېره میاشت په دې ایالت کې د پولیسو یوه چارواکي خبرداری ورکړی وو چې د وسلې مالکیت حق د محدودولو هرډول هڅه به "انقلاب" رامنځته کړي.

ورته مطالب