ډونالډ ټرمپ د الشباب په تبلیغاتي ویډيو کې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه ویډیو ۵۱ دقیقې اوږدوالی لري او د ټرمپ څرګندونو ته پکې ۱۰ دقیقې وخت ورکړل شوی دی

سومالیا کې سخت دریځي وسله والې ډلې الشباب یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې، چې پکې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د هیله مند کاندید ډونالډ ټرمپ ویډیويي کلیپ هم شامل دی.

ویډیو کې د ټرمپ د هغو څرګندونو برخه شامله کړله شوې، چې نوموړی امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز لګولو غوښتنه کوي.

الشباب له القاعده سره هم اړیکي لري.

دغه ویډیو کې له افریقايي نژادو امریکایانو غوښتل شوي، چې اسلام ومني او د ' سپېڅلې ' جګړې برخه شي.

ویډیو کې ویل شوي، چې امریکا کې د پولیسو ظلمونه او د مسلمانانو خلاف احساسات برالا دي.

ډونالډ ټرمپ د دغې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ویل کېږي، چې الشباب له القاعده سره اړیکي لري

تېرو کلونو مودې کې یو شمېر سومالي نژاد امریکایان له الشباب سره د یو ځای کېدو لپاره سومالیا ته تللي.

دغه ویډیو ۱۵ دقیقې اوږدوالی لري او د ټرمپ څرګندونو ته پکې ۱۰ دقیقې وخت ورکړل شوی دی.

تېره دسمبر میاشت کې ټرمپ ویلي و، چې امریکا ته باید د مسلمانانو پر ورتګ بشپړ بندیز ولګول شي.

نوموړي ویلي و:

' پولې باید تر هغه مهاله وتړلې شي، چې زموږ د هېواد استازي وپوهیږي، چې څه روان دي.'

د نوموړي دغه څرګندونې په امریکا کې سختې غندلې شوې وې.