اسراییلي عربانو ته د بنیامین نتنیاهو خبرداری

د انځور حقوق AFP
Image caption لومړی وزیر د شنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورغی او له خلکو یې وغوښتل، چې د هېواد اساسي قانون ته وفاردار واوسي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د هېواد هغو سیمو کې چې اوسېدونکي یې عربان دي امنیتي تدبیرونه به نور سخت کړل شي.

د نوموړي دغه څرګندونې له هغه وروسته راځي، چې تېره ورځ 'جنوري ۲ ' تل ابیب کې یوه ټوپکوال سړي برید کې دوه کسان ووژل.

لومړی وزیر د شنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورغی او له خلکو یې وغوښتل، چې د هېواد اساسي قانون ته وفاردار واوسي.

پولیسو برید ګر د ۲۹ اسراییلي عرب په توګه پېژندلی دی. خو تر اوسه د دغه برید لاملونه نه دي څرګند شوي.

دغه برید کې، چې د یوه 'بار'یا څښاک خونې بهر وشو اووه کسان ټپیان شوي دي.

یروشلم پوسټ کاږي، چې ښاغلي نتنیاهو د عرب هېوادونو مشرانو له لوري د دغه برید غندل ستایلي، خو وايي د اسراییلي قانون پلي کولو لپاره به د الجلیل او النقیب په ګډون هره سیمه کې اقدام وکړي.

Image caption پولیسو برید ګر د ۲۹ اسراییلي عرب په توګه پېژندلی دی

دې لړ کې به وايي د پولیسو نوي مرکزونه فعال شي او پولیسو کې به نور کسان هم شامل کړل شي.

په هغو تصویرونو کې، چې امنیتي کېمرې اخیستي لیدل کېږي، چې بریدګر له تېښتې مخکې لږ تر لږه پر ۱۵ کسانو ډزې کړې.

وژل شوي دوه کسان د ۲۶ کلن ایلن بکال او ۳۰ کلن شمن رویمي په نومونو پېژندل شوي دي.

هریټس ورځپاڼه خپل رپوټ کې کاږي، چې بریدګر زلمي د خپل پلار ټوپک غلا کړی و، چې امنیتي چارې تر سره کوي.

د ورځپاڼې په وینا د برید ګر پلار په تصویري رسنیو کې د خپل زوی تصویر له لیدو وروسته پولیسو سره اړیکه نیولې.