امریکا د هند هوايي پوځ پر اډې برید د ' کرکې وړ ترهګریزه کړنه ' بللې

د انځور حقوق AP
Image caption امریکایان له هند سره د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې پر ژمنه ټینګ ولاړدي جان کربي

د امریکا متحدو ایالتونو د هند په شمال لوېدیځ پټان کوټ کې د هندي هوايي ځواک پر یوې اډې برید د ' کرکې وړ ترهګریز برید ' بللی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي:

' امریکایان له هند سره د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې پر ژمنه ټینګ ولاړدي.'

جان کربي د پاکستان له نوم اخیستو پرته د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې د ترهګرو شبکې له منځه یوسي. نوموړي وویل:

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه برید د شنبې په ورځ ګهیځ مهال د پاکستان پولې ته نژدې وشو

' موږ د سیمې له ټولو هېوادونو غوښتنه کوو، چې د کرکې وړ دغې چارې عاملینو ته سزا ورکولو او د ترهګرو شبکو له منځه وړلو کې په ګډه کار وکړي.'

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې امریکا له هند او پاکستانه په کلکه غوښتي، چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه برید د شنبې په ورځ ګهیځ مهال د پاکستان پولې ته نژدې وشو، چې پکې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه درې کارکونکي او پنځه بریدګر ووژل شول.

جان کربي د هندي هوايي ځواک پر اډې برید په یوه ټویټر پیغام کې غندلی او د برید قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ دغه برید غندلی او د وژل شویو له خپلوانو سره یې خواخوږي ښوولې.