بحرین هم ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې

د انځور حقوق AP
Image caption د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو تر پرې کولو وروسته ایراني دپلوماتانو ته دوه ورځې وخت ورکړی چې د بحرین له خاورې ووځي.

د سعودي لخوا ایران سره د دیپلوماتیکو اړيکو تر پرې کولو یوه ورځ وروسته بحرین هم اعلان کړی چې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې شلوي.

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو تر پرې کولو وروسته ایراني دپلوماتانو ته دوه ورځې وخت ورکړی چې د بحرین له خاورې ووځي.

سعودي عربستان تېره ورځ (ډسمبر ۳مه) له ایران سره د وروستي کړکېچ پر سر خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. تېره ورځ د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ایراني دیپلوماتانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې له عربستانه ووځي.

عربستان د ایران په پلازمېنه تهران او مشهد ښار کې په خپل سفارت او کونسلګرۍ تر برید وروسته دا پرېکړه کړې ده. بحرین دویم هېواد دی چې د ایران او عربستان ترمنځ اړیکو کې تر رامنځته شوي کړکېچ وروسته تهران سره اړیکې شلوي.

عربستان کې د مشهور شیعه روحاني شیخ باقر النمر تر اعدام وروسته، وړمه شپه په تهران کې د عربستان سفارت او په مشهد کې يې پر کونسلګرۍ برید وشو او اور ورواچول شو.

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر د یکشنبې په ورځ وویل، عربستان ایران ته اجازه نه ورکوي د دوی د خاورې "امنیت ته خطر پېښ" کړي. هغه ایران تورن کړ چې "په سیمه کې وسلې ویشي او ترهګریزې ډلې ځای پرځای کوي".

جبیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ایران تاریخ په عربي مسایلو کې له دښمنۍ او منفي لاسوهنو ډک دی او تل له تخریب سره مل وو."

د عربستان دولتي ټلویزیون د دوشنبې ورځې په لومړیو کې اختصاصي تصویرونه خپاره کړل چې ښيي سعودي دپلوماتان له ایرانه تر وتلو وروسته دوبۍ ته رسېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption عربستان کې د مشهور شیعه روحاني شیخ باقر النمر تر اعدام وروسته، وړمه شپه په تهران کې د عربستان سفارت او په مشهد کې يې پر کونسلګرۍ برید وشو او اور ورواچول شو.

عربستان کې د مشهور شیعه روحاني شیخ باقر النمر تر اعدام وروسته، وړمه شپه په تهران کې د عربستان سفارت او په مشهد کې يې پر کونسلګرۍ برید وشو او اور ورواچول شو.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حسین امیر عبداللهیان د دپلوماتیکو اړيکو د پرې کېدو په غبرګون کې ویلي، "ریاض له تهران سره د اړيکو پرې کولو سره نشي کولی پر خپلې لویې تېروتنې چې د مذهبي اعدام دی، پرده واچوي".

فارس خبري اژانس لیکلي: "عربستان وړاندې هم خپلو ستراتيژيکو تېروتنو او عجولانه او ناسنجیده پرېکړو سره سیمه کې ناامني زیاته کړه، د ترهګرۍ او بنسټ پالنې د پراختیا سبب شو او د نفتو د قیمت کمولو سره خپلو خلکو او د سیمې مسلمانو هېوادونو ته یې زیان ورسوه او هڅه یې وکړه سوله ییز هستوي پروګرام کې د ایران او شپږو هېوادونو ترمنځ د تخریب کوونکي رول ترسره کړي."

هغه ټینګار وکړ "په تهران او مشهد کې سعودي دپلوماتانو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی".

واشنګټن کې امریکایي چارواکو بي بي سي ته وویل، د ایران او عربستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ کمولو لپاره "فعالان" له دواړو هېوادونو سره په خبرو دي.

دغو چارواکو ونه غوښتل نوم یې واخستل شوي او ویې ویل، اندېښمن دي چې دا بحران "په بالقوه توګه کولی شي سیمه نوره هم بې ثباته کړي او ځېنې پرمختګونه چې د سوریې د کړکېچ په برخه کې په ویانا کې شوي، بې اغیزې کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوه وینا کې وویل: "زموږ په باور د اختلافونو د حل کولو لپاره د دپلوماتیک تعامل ساتل او مستقیمې خبرې اړینې دي او موږ د ټولې سیمې مشران هڅوو چې د کړکېچ کمولو لپاره پرېکنده ګامونه پورته کړي."

د ایران د قضایه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه اي وړاندې د یکشنبې په ورځ ویلي وو، د شنبې شپې بریدونو وروسته ۳۸ بریدکوونکي نیول شوي دي. شاغلي محسني اژه اي د عربستان پر سفارت برید د "قانون او مقرراتو خلاف" وباله او زیاته یې کړه چې د پاتې کسانو له پېژنې وروسته به هغوی سره قانوني چلند وشي.

ورسره د ایران د انتظامي ځواکونو ویاند د نیول شویو کسانو شمېر ۵۰ تنه اعلان کړ. نن د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په تهران کې د عربستان پر سفارت برید او ودانۍ ته اور اچول توجیه نه لرونکی کار وباله او ویې ویل، د نظام مسوولین دا "خپلسرۍ او مجرمانه اعمال" څېړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ایران د کورنیو چارو وزارت له خبردارۍ سره سره نن د شیخ نمر د اعدام سلګونه اعتراض کوونکي یو ځل بیا د سعودي سفارت ودانۍ مخې ته راټول شول.

خو تردې ویناوو ساعت وروسته، خبریالانو ویلي، پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او څو کسان یې ونیول.

اعتراض کوونکي نن په مشهد کې یو ځل د عربستان کونسلګرۍ مخې ته راټول شول او د عربستان دولت پرضد یې شعارونه ورکړل. پولیسو د هغوی د خورولو لپاره له اوبو کار اخستی دی.

وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په تهران کې د عربستان پر کونسلګرۍ د برید په غبرګون کې "پر دپلوماتیکو ودانیو هرډول تعرض او برید" په کلکه غندلی او د ایران له دولته یې غوښتي ترڅو خپلو بین المللي ژمنو ته ژمن پاتې شي.

د مصر، قطر، کویت، اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزارتونو هم ایران کې د عربستان پر دپلوماتیکو ودانیو بریدونه غندلي دي.

نن سهار د ایران مذهبي مشر آیت الله علی خامنه ای، د شیخ نمر د اعدام په غبرګون کې وویل: "خدای به له ظالمانو د هغه انتقام واخلي او دا هغه څه دي چې موږ ته تسلي راکوي."

عربستان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شیخ نمر په ګډون ۴۷ کسان یې د "ترهګریزو" جرمونو په تور اعدام کړي دي.

ورته مطالب