کويت له ايران څخه خپل سفير ورغواړي

Image caption کويت داگام په تهران کې د سعودي پر سفارت د بريد په ځواب کې پورته کړى دى.

کويت په سعودي کې د شيعه مشر نمر النمر د اعدام په سر رامنځ ته شوي کړکېچ له امله ايران څخه د خپل سفير د راغوښتلو اعلان کړى دى .

د اعدام ددې سزا له امله د يکشنبې په ورځ تهران کې د سعودي پر سفارت د پارېدلو کسانو لخوا بريد شوى وو. ددې پېښې وروسته سعودي ايران سره دېپلوماتيکه اړيکي پرې کړل، چې ورپسې بحرين او سوډان هم ورته گام واخيست. د کويت د پرېکړې خبر دولتي خبري اژانس ورکړى دى خو په دې اړه يې له نور تفصيل څخه ډډه کړې ده.

کويت د هغو هېوادونو په کتار کې وروستي يو دى ، چې په ايران کې د سعودې عربستان پر سفارت د بريد په تړاو د ديپلوماتيکه اړيکو شلولو گام اخلي . د کويت حکو مت ويلي دي دوي له ايران نه خپل سفير ورغواړي او د سعودې پر سفارت بريد يې ، له نړيوالو نورمونو يوه ډاگيزه سر غړونه بللې ده.

په ملگرو ملتو کې د سعودي سفير ايران سره د دېپلوماتيکي اړيکو د پرېکولو دفاع کړې او ويلي يې دي "موږ په طبعي ډول د ايران غليمان نه يو پيدا شوي ، دا يوازي د ايرانيانو چلن دى چې هغوي يې د نورو عربي هيوادونو په اړه لري، زموږ د هېواد په گډون د هغوي په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي ، او د ايران همدې رويې مونږ ددغه دريځ خپلولو ته اړ ويستلو".

سعودي عربستان ويلي دي چې دوى له ايران سره ټولې سوداگريزه او د هوايي کرښو اړيکي شلولي دي . خو په ملگرو ملتو کې د ايران استازي د يوه ليک له لارې ددې سازمان سر منشي ته ويلي چې هېواد يې غواړي هغه کسان ونيسي چې پر سفارت يې بريد کړى وو.

په داسې حال کې چې سوډان او بحريت ايران سره خپلې دېپلوماتيکه اړيکي پرې کړې دي، متحده عربي اماراتو ددې اړيکو د کچې راکمولو اعلان کړى دى.