د ترکيې په ساحل د ١٧ کډوالو مړي موندل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ژمي يخې هوا پېلېدو سره سره اوس هم لوى شمېر خلک هڅه کوي د بحر له لارې ترکيې څخه يونان ته واوړي.

لږ ترلږه د ١٧ کډوالو مړي د ترکيې په ساحل کې موندل شوي دي.

دا دې سيمه کې د خپل ډول وروستۍ پېښه ده چې هغه کډوال ورسره مخامخ کېږي چې غواړي د بحر له لارې يونان ته واوړي.

داسې فکر کېږي چې د هغوي بيړۍ د لېس باس ټاپو ته د اوړېدو دهڅې پر مهال چپه شوې وه.

د دوى مړي ٥٠ کېلو متره لرې د ترکېې ساحل ته اوبو وړي وو. دوى کې ډير يې کوچنيان دي.

په ٢٠١٥ کال کې له يو ميليون زيات کډوال اروپا ته اوښتي دي چې ډېرو همدا د ترکيې او يونان لاره کارولې ده.

د ملگرو ملتو د شمېرو تر مخه څه وخت نه چې د کډوالو نوى کړکېچ پيل شوى دى ٣٧٧١ کسان لادرکه او يا مړه شوي دي.

Image caption نن اته نور کډوال د بېړۍ د چپه کېدو وروسته ژغورل شوي دي.

نن ساحلي گارد اته نور کسان ژ غورلي دي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې د پېښې قربانيان د کوم هېواد وگړي دي، خو يوۀ ځايي چارواکي ويلي دي چې دوى د سوريې، عراق او الجزاير وگړي وو.

د ژمي پېلېدو سره سره د يونان ټاپوگانو ته بېړيو کې د کډوالو راتگ روان دى، دوى څخه ډېر يې له ترکيې خپل سفر پيلوي.

د دې کډوالو د کنټرول لپاره ترکيې اروپايي ټولنې سره تېر کال يوه موافقه هم کړې خو داسې ښکاري چې تر دې دمه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.