امریکا کې تاوتریخوالي کمولو لپاره د وسلو پېرلو نوي مقررات

د انځور حقوق Getty
Image caption د اوباما له خوا د ابلاغ شویو مقرراتو له مخې د وسله اخستونکو د مخینې څېړل الزامي کېږي.

دامریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د احساساتي وینا پرمهال د وسلو پېرلو لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې په تړاو "د بېکاره کېناستو لپاره دوامدارې پلمې" باید پایته ورسېږي.

سپینې ماڼۍ د ښاغلي اوباما طرحې اعلان کړي چې تر ډېره د وسله اخستونکو د مخینې پر څېړلو ورټوله ده.

دا پروګرام د ولسمشر له حکم سره اعلانېږي او ډېره برخه یې د کانګرس له تصویب پرته پلې کېږی، که څه هم کتونکي وړاندوینه کوي چې مخالفان به یې محکمو کې وننګوي.

اوباما وویل: "نن دلته د وروستي ډله ییز برید په اړه څه کولو ته نه یو راټول شوي، بلکې ددې لپاره راغلي یو چې څنګه کولی د بل برید مخه ونیسو".

هغه زیاته کړه: "ښایي د وسلو لابي اوس ګانګرس برمته کړی وي، خو نشي کولی امریکا برمته کړي."

په دغو مراسمو کې د ښاغلي اوباما ترڅنګ ددغو وسله والو بریدونو ځینې ژوندي وتلي او د قربانیانو خپلوان هم ولاړ وو.

د ګانګرس پخوانی غړی ګبي ګیفوردز چې په اریزونا ایالت کې په ډزو پر سر ولګېد خو ژوندی پاتې شو، هم په سپنۍ ماڼۍ کې د ناستو کسانو په ډله کې وو.

په امریکا کې دوسله وال تاوتریخوالی د بل هر پرمختللي هېواد په پرتله ډېر زیات دی او هر کال نږدې ۳۰ زره کسان په ډزو وژل کېږي او ډېره برخه یې ځانوژنه هم ده.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا متحده ایالتونو د اساسي قانون دویم متمم خلکو ته د وسلې مالکیت حق په رسمیت پېژني.

د امریکا کانګرس د وسلې مالکیت محدودولو د نوي وضع شوي قانون پروړاندې مقاومت کوي. ددې مقاومت لامل هم ترډېره د وسلو مالکانو او د امریکا د وسلې ملي ټولنې (ان آر اې) فشار دی چې په واشنګټن کې پیاوړې لابي لري.

ښاغلي اوباما په ۲۰۱۲ کال کې د کانتیکت ایالت د نیوتان ښار په یوه لومړني ښوونځي کې تر ډزو وروسته چې ۲۰ ماشومان او ۸ پاخه عمره کسان پکې ووژل شول هڅه وکړه د وسله اخستونکو د مخینې پراخې څېړنې قوانین وضع کړي، خو ګانګرس کې یې ماتې وخوړه. ددغو ډزو عامل یو ځوان وو چې ویل کېده روحي ستونزه یې لرله.

ښاغلي اوباما ددغو بریدونو یادولو سره په ځانګړې ډول د نیوتان ماشومانو، اړ شو خپلې اوښکې پاکې کړي.

د اوباما له خوا د ابلاغ شویو مقرراتو جزییات:

  • د وسله اخستونکو د مخینې څېړنه، پرته له دې چې له کومه ځایه یې اخلی، لکه د انټرنټ یا نندارتونونو له لارې د وسلې اخستل چې تراوسه د اخستونکو د مخینې له ارزونې معاف وو
  • ایالتونو ته دنده سپارل شوې د هغو کسانواطلاعات وړاندې کړي چې د رواني ناروغیو یا کورنیو تاوتریخوالو له امله د وسلو اخستو وړ نه دي
  • اف بي آی یا فدرال پولیس هوډ لري د ۲۳۰ څارنوالان ګومارلو سره د وسله اخستونکو د مخینې څېړلو لپاره لازم ځواک ۵۰ سلنه ډېر کړي
  • له ګانګرس نه به وغوښتل شي د رواني روغتیا اړوند مسایلو ته د رسېدنې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړې کړي
  • د دفاع وزارت، عدلیه او د ملي امنیت سازمان د وسلو د خوندیتابه لپاره د"ځېرکې وسلې ټکنالوژۍ" په ارزونو لګیا دي

نوی حکم له همدا اوس نه د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې پر یوې مسالې بدلېږي.

د ټاکنو لومړني پړاو کې د دموکرات ګوند نوماندې هېلري کلنټن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "موږ د اساسي قانون دویم متمم ته له زیان اړولو پرته کولی له خلکو او کورنیو ساتنه وکړو. له دې پرته بله چاره نشته."

د اساسي قانون دویم متمم خلکو ته د وسلې مالکیت حق په رسمیت پېژني. خو ټېډ کروز د جمهوري غوښتونکو ګوند د کورنیزو ټاکنو نوماند وویل، د ولسمشرۍ حکم د اساسي قانون سم نه دی.

ددې ګوند یوه بل نوماند جب بوش وویل، که ولسمشر شي دا حکم لغو کوي.

ورته مطالب