د شمالي کوریا "هایدروجني بم ازمایښت" ته د امنیت شورا غبرګون

د انځور حقوق Getty
Image caption د شمالي کوریا د "هایدوجني بم ازمایښت" وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په غوښتنه بیړنۍ غونډه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د شمالي کوریا لخوا د هایدروجني بم ازمویلو په تړاو سملاسي ددې هېواد پرضد د نويو تدابیرو چمتو کول پیلوي.

امنیت شورا د شمالي کوریا ازمایښت چې د چهارشبنې په سهار ترسره شوه وغندله او ویې ویل پایله یې دا ده چې "نړیوالې سولې او امنیت ته ښکاره ګواښ لا هم دوام لري".

دا تر ۲۰۰۶ کال وروسته د شمالي کوریا څلورم اټومي ازمایښت دی، خو که تایید شي نو دا به د هایدروجني بم لومړنی ازمایښت وي. هایدوجني بمونه هم له هسته ای غبرګونو سره چوي.

خو سره له دې هم امریکا د اټومي وسلو د ځېنو کارپوهانو په څېر د شمالي کوریا ددې ادعا رېښتینولي تر پوښتنې لاندې راوستې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي، "لومړني تحلیلونه د شمالي کوریا د هایدروجني بم بریالي ازمایښت سره اړخ نه لګوي."

ارنست زیاتوي: "د تېرې شپې اوږدو کې داسې پېښه نه ده شوې چې د شمالي کوریا اټومي وړتیا په اړه یې زموږ نظر بدل کړی وي".

امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په غوښتنه بیړنۍ غونډه وکړه.

ملګرو ملتونو کې د یوروګوای سفیر البیو روسلي چې ددې شورا مشري کوي وویل، د شورا غړو یادونه وکړه چې "پخوا یې د (شمالي کوریا لخوا) د بل اټومي ازمایښت کولو په صورت کې د لا ډېرو تدابیرو نیولو ژمنه کړې وه".

روسلي زیاته کړه: "ددې ژمنې په لاره کې او دا چې لویه تخطي شوې ده، دوی به سملاسي د امنیت شورا د نوي پرېکړه لیک په قالب کې پر دغو تدابیرو کار پیل کړي."

د انځور حقوق
Image caption شمالي کوریا په ۲۰۰۶، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اټوم بمونو درې ازمایښتونه ازمایښتونه کړي دي.

ښاغلي ارنست وویل، "تر پخوا د لا ډېرو پاروونکو ګامونو پورته کولو لپاره د شمالي کوریا هڅو" دا هېواد لا ډېر ګوښه کړی.

ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر موتوهید یوشیکاوا د شورا ژر او پرېکنده پرېکړه لیک غوښتنه وکړه. هغه وویل، "که امنیت شورا دا تدابیر ونه نیسي نو اقتدار او اعتبار به یې تر پوښتنې لاندې لاړ شي".

هغه او د امنیت شورا نورو غړو ددغو احتمالي تدابیر او وخت جزییات ډاګیز نه کړل.

په ۲۰۰۶، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو کې د شمالي کوریا اټومي ازمایښتونه سبب شول چې ۲۰ بنسټونه او ۱۲ کسان د ملګرو ملتونو تور لېست کې شامل شي.

'چاودنه باید لا بوږوونکې وه'

که د هایدروجني بم ازمایښت تایید شي، نو دا به د کوریا اټومي پیاوړتیا کې د پام وړ پرمختګ وي.

هایدروجني بمونه د عادي اټومي وسلو په پرتله پیاوړي او له فني پلوه پرمختللي دي.

د رند په نوم موسسې شنونکی بروس بنت د هغو کسانو له ډلې دی چې د پیونګ یانګ پر ادعا یې شک کړی. دی وایي، "چاودنه باید ۱۰ برابره تر هغه څه زوروره وای چې ادعا یې وشوه."

Image caption د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا ټلویزیون ناڅاپه اعلان وکړ، "د خلق جمهوریت د هایدوجني بم لومړنی ازمایښت په بریالیتوب سره د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ شپږمې په ۱۰ بجو وشو."

د جنوبي کوریا یوه سیاستوال لي شیول-وو وویل، ددې هېواد استخباراتو ده ته ویلي "چاودنه احتمال لري له یوه هایدروجني بم کوچنی وي".

د چهار شنبې په ورځ په سیمه ییز وخت ۱۰ بجې د شمالي کوریا اټومي مرکز پانګي-ری ګاونډ کې زلزله ثبت شوې ده. ټکانونه یې کوریا ته څېرمه د چین ځېنو ښارونو کې هم محسوسې شوي.

څو ساعته وروسته د شمالي کوریا ټلویزیون په ناڅاپي توګه اعلان وکړ، "د خلق جمهوریت د هایدوجني بم لومړنی ازمایښت په بریالیتوب سره د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ شپږمې په ۱۰ بجو وشو."

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اونګ په لاسلیک یو یادداشت هم وښودل شو چې وایي، ۲۰۱۶ کال باید د یوه هایدروجني بم "له بوږنوونکي غږ" سره پیل شي.

ورته مطالب