قطر له ايرانه خپل سفير ورغوښتی

د انځور حقوق AFP
Image caption قطر له هغو هېوادونو وروستی دی چې په تهران کې د سعودي پر سفارت د بريد په تړاو له ايرانه خپل سفير ور غواړي

د ايران او ځينو نورو هېوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو خرابوالي په ترڅ کې قطر هم خپل سفير له ايران څخه ورغوښتی دی.

رويټرز خبري اژانس د قطر د بهرنيو چارو وزارت د چارواکي ابراهیم عبدالرحمان الحمر له خولې ويلي چې په تهران کې د سعودي پر سفارت د بريد له امله يې په تهران کې خپل سفير ور غوښتی دی.

همدا ډول جيبوتي هم له ايران سره ديپلوماتيک اړيکي پرې کړي دي.

د جيبوتي د بهرنيو چارو وزير رويټرز خبري اژانس ته له ايران سره د اړيکو د پرې کولو خبر استولی دی.

جيبوتي ختيځه افريقا کې پروت هېواد چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي.

له دې وړاندې سعودي عربستان، سودان او بحرين له ايران سره خپل ديپلوماتيک اړيکي پرې کړي وو.

کويت هم تېره ورځ خپل سفير له ايران څخه ورغوښتی و.

ويل کېږي د سعودي او ایران ترمنځ اړیکي دومره خراب شوي چې نژدې په تېرو۳۰ کلونو کې ساری نه لري.

د ایران او سعودي د اړیکو ترینګلتیا د یوه شيعه سعودي روحاني نمر النمر له اعدام وروسته ډېره زیاته شوه، په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور واچول شو او ریاض ایراني ديپلوماتان وشړل.

د انځور حقوق none
Image caption د شيعه سعودي روحاني نمر النمر له اعدام وروسته د ايران او سعودي تر منځ اړيکي خراب شوي دي

د اعدام له سزا وروسته په تهران کې د سعودي پر سفارت د پارېدلو کسانو له خوا بريد شوی و، چې له دې امله سعودي له ايرن سره خپل ديپلوماتيک اړيکي پرې کړل.

قطر له هغو هېوادونو وروستی دی چې په تهران کې د سعودي پر سفارت د بريد په تړاو له ايرانه خپل سفير ور غواړي.

د اردن د بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ايران سفير ورغوښتی دی او په ايران کې د سعودي پر سفارت برید يې غندلي او په عربي هېوادونو کې د ايران د لاسوهنې له امله يې ورته ګوتڅنډنه کړې ده.

شننونکي وايي د دې کړکېچ له امله ښايي د سوريې او یمن په لانجو کې د ديپلوماتيک پرمختګ امکانات کم شي، وړاندې داسې ښکاریده چې نړیوالې خبرې اترې به یوه نتیجه ورکړي.

ورته مطالب