"داعش پاکستان څخه ځوانان افغانستان ته لېږي"

Image caption يو حکومتي ليک کې ادعا شوې چې داعش پاکستان کې د خلکو د راجلبولو کار پيل کړى دى.

د پاکستان تر ټولو لوى ايالت پنجاب يوه حکومتي سند کې منل شوې ده چې د "اسلامي دولت" په نوم ډله يا داعش هڅه کوي په پاکستان کې ځان غښتلى کړي.

د پنجاب د کورنيو چارو د وزارت په دې سند کې راغلي " اسلامې دولت ډلې افغانستان کې د ځان غښتلي کولو وروسته په دې هڅه کې ده چې پاکستان کې هم خپل ځان غښتلى کړي.

خو د پنجاب د کورنيو چارو ايالتي وزېر، رانا ثناالله، ويلي داسې سندونه چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ليکل شوي وخت ناوخته خپريږي، چې نه په بشپړه توگه ردېدى شي او نه يې هم څوک سل په سلو کې درست گڼلى شي.

د کورنيو چارو د وزارت دا ليک د پنجاب ستر سکرتر، د پولېسو لوړ پوړو چارواکو او د اعلې وزير سکرتر ته لېږل شوی دی. ليک کې ادعا شوې چې داعش پاکستان کې د خلکو د راجلبولو کار پيل کړى دى.

په ليک کې دا ادعا هم شوې ده چې په ځانگړې توگه قبايلي سيمو او د افغان کډوالو په کمپونو کې د تنخوا په بدل کې کسان گومارل کېږي.

Image caption ددې نه وړاندې داعش په سوريې اوعراق کې ډيرې سيمې لاندې کړي او هم يې افغانستان کې فعاليتونه ليدل شوي دي.

ليک کې راغلي چې د دې کسانو له غوراوي وروسته هغوي افغانستان ته لېږل کېږې، او "هلته د نويو وسلو او چاودېدونکو موادو د استعمالولو روزنه ترلاسه کوي".

دې حکومتي سند کې دا هم راغلي چې داعش پاکستان کې د ځوانانو د گومارنې لپاره تبليغاتي ويډو گانې هم کاروي، چې د ليک په وينا په دې لړ کې لسگونه ويډيوگانې تر دې دمه خورې شوې دي.

د ليک تر مخه پاکستان د طالبانو د تحرېک يو زيات شمېر غړي او قوماندانان هم د داعش ډلې کې شامل شوي.

خو دغه حکومتي ليک کې د داعش فعاليتونو د ادعا سره سره د پنجاب د کورنېو چارو وزير راناثنا الله بي بي سي ته ويلي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، داعش ډله کې د پاکستان د څو وګړو شاملېدل په دې معنى نه د ي چې گوا کې داعش پاکستان کې يو لوى ځواک گرځېدلى دی.