شمالي کوریا د هایډروجن بم بریالۍ ازموينې ادعا کړې

Image caption پر دولتي ټلویزیون له هغه وروسته دغه اعلان خپور شو، چې په تېر کې د تر سره شویو اتومي تجربو سیمه کې د زلزلې ټکانونه محسوس شول

شمالي کوریا وايي، لومړی ځل یې د هایدروجن بم بریالي ازموینه کړې.

پر دولتي ټلویزیون له هغه وروسته دغه اعلان خپور شو، چې په تېر کې د تر سره شویو اتومي تجربو سیمه کې د زلزلې ټکانونه محسوس شول.

له دغو ټکانونو وروسته د جاپان، سویلي کوریا او چین چارواکو وویل، چې په پنجي ري سیمې کې دغه ټکانونه طبیعي نه ښکاري.

پنجي ري هغه سیمه ده، چې له ۲۰۰۶ راهیسې پکې شمالي کوریا تر ځمکه لاندې درې ځلې د اتومي بم تجربې کړې.

د امریکا جیولژيکل سروې مسوولینو ویلي، د زلزلې شدت د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه یوه ته رسېده او مرکز یې له پنجي ري نه ۵۰ کیلومتره لرې تر ځمکې ۱۰ کیلومتره لاندې و.

د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون په اعلان کې ویل شوي: ''د هایډروجن بم لومړۍ بریالۍ تجربه د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شوه.''

هایډروجن بم کې د فیوژن په وسیله چاودنه کېږي، چې د دودیز اتومي بم پرتله ډېره زوروره وي.

بل لور ته د سویلي کوریا دولتي خبري اژانس یونهاپ په رپوټ کې ویل شوي، چې وزیران په دې اړه بېړنیزه غونډه کوي.

تېره میاشت د شمالي کوریا دولتي رسنیو د ولسمشر کم جون ان له قوله د هایډروجن بم د شتوالي ادعا خپره کړې وه، خو ماهرینو په دې اړه شکونه څرګند کړي وو.

له دې مخکې یوه امریکايي فکري مرکز ویلي و، له سټیلایټ نه تر لاسه شوي تصویرونه ښيي، چې شمالي کوریا هغه سیمه کې تر ځمکه لاندې یو نوی تونل کاږي، چې اتومي تجربې پکې کوي. خو په هغه رپوټ کې دا هم ویل شوي وو، چې د اتومي تجربو کولو کومې نښې نښانې نه ښکاري.

نړیواله ټولنه د شمالي کوریا پر اتومي پروګرام کلکې نیوکې کوي او دې لړ کې پر دغه هېواد بندیزونه هم لګول شوي دي.