د سعودي د بهرنيو چارو وزير د تهران - رياض په کړکيچ خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلى

ټاکل شوې ده چې د سعودي عرب د بهرنيوچارو وزير، عادل الجبير، نن پاکستان ته په دوه ورځني سفر رسېدلى دى.

د بهرنېو چارو وزير به د پاکستان لومړي وزير نواز شريف اود پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره ويني.

په سعودي کې د يوه شيعه ملا نمر النمبر له اعدام وروسته د سعودي او ايران ترمنځ رامنځ ته شوي کړکېچ له امله دې سفر ته ډير ارزښت ورکول کېږي.

په لومړي ځل دا سفر د جنورۍ درېمې نېټې لپاره پلان شوى وو، خو سيمه کې د سياسسي کړکېچ له امله ځنډول شوى وو.

د انځور حقوق AP
Image caption سعودي عرب په تهران کې پارېدلو کسانو لخوا ددې په دېپلوماتيکه ودانيو له بريد وروسته ايران سره سفارتي اړيکي پرېکړي دي.

سعودي عرب په تهران کې پارېدلو کسانو لخوا ددې په دېپلوماتيکه ودانيو له بريد وروسته ايران سره سفارتي اړيکي پرېکړي چې ورپسې بحرين، سوډان، کويت او اوس قطر هم ايران څخه خپل سفير ورغوښتى دى.

که څه هم په عنعنوي ډول په بهرنۍ تگلارې کې تر ډيره د سعودي او پاکستان ترمنځ يو والى ليدل شوى دى خو د رياض او تهران ترمنځ اوسني کړکيچ رامنځ ته کېدو وروسته د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي دي " دواړه لوري بايد خپل منځي اختلافونه په سوله ايزه توگه حل کړي ".

د سعودي عرب د بهرنېو چارو د وزير سفر ته څو اونۍ وړاندې د سعودي په مشرۍ د لسگونه هېوادو د پوځي ايتلاف له امله هم ارزښت ورکول کېږي.

بلخوا په پاکستان کې خبري رسنېو د چارو تنظيمونکې ادارې (پېمرا) خبري کانالونو(چينلونو) نه غوښتي دي چې د سعودي عرب او ايران ترمنځ کړکېچ په اړه پروگرامونو کې بې پرې پاتې شي. دې ادارې دا گام له هغې وروسته اخيستې چې د ځينو خبري کانالونو په اړه ويل شوي چې دا کړکيچ نور هم ستونزمنوي او داسې توري کاروي چې د بېلابېلو مذهبي ډلو احساسات ژوبلوي.