"د سوريې په مضايا کلي کې خلک خاورو خوړلو ته اړ شوي"

د سوريې حکومت په دې موافقه کړې ده چې د ياغيانو د کنترول لاندې د مضايا کلي ته خوراکي مواد پرېږدي. ملگرو ملتو په داسې وخت کې دا خبر ورکړى دى چې دراپورونو له مخې دې کلي کې خلک د ولږې له امله د مرگ گواښ سره مخامخ دي.

د ملگروملتو د بشري مرستو هم غږې کوونکې ادرې ويلي دي پلان لري " راتلونکو څو ورځو کې" به بشري مرستې د مضايا کلي ته رسوي.

Image caption مرسته کوونکې ادارې وايي دمشق سره نزدې دې کلي کې " وضعه ډيره زياته خرابه ده".

مرسته کوونکې ادارې وايي دمشق سره نزدې دې کلي کې " وضعه ډيره زياته خرابه ده".

ملگري ملتونه وايي دوى دوو شمالي کليو فوعه اوكفرايه ته هم د مرستو رسولو اجازه ترلاسه کړې ده. دا کلي حکومت نه بلکې د ياغيانو لخوا کلابند شوي دي.

نزدې ٤.٥ ميلونه کسان په سوريې کې داسې سيمو کې اوسيږي چې ورتگ ورته ستونزمن دى. دې کې هغه څلور لکه کسان هم شامل دي چې بېلابېلو ١٥ ځايونو کې ايسار پاتې دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره ان خوړو ته هم لاس رسى نلري.

"د خوړو لپاره هيڅ هم نه دي پاتې"

Image caption د اپوزيسون غړو ملگرو ملتو نه غوښتي دي چې مضايا ته مرستې ورسوي.

د مضايا ښار چې د دمشق په شمال لويديځ کې پروت دى د جولايي له مياشتې څخه حکومتي ځواکونو او د هغوي دحزب الله ډلې متحدينو کلابند کړى دى.

ددې نه وړاندې مرسته کوونکو ادارو د اکتوبر مياشت کې دوايانې دې کلي ته انتقال کړې وې، او دسمبر کې ځيني ناروغان ددې ځاي څخه راويستل شوي وو ، خو له هغې وروسته مسلسلو غوښتنو سره سره حکومتي ځواکونو مرسته کوونکو ادارو ته اجازه نه ورکوله. د ژمي راتگ سره هلته وضعه نوره هم خرابه شوې ده.

ملگري ملتونه وايي داسې باوري راپورونه يې ترلاسه کړي دي چې خلک له ولږې مري او هغه کسان چې د تېښتې هڅه کوي د ډزو لاندې راځي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالوهاب احمد بي بي سي ته ويلي دي " دا چې دخوړلو هيڅ پاتې نه دي خلک د خاورو خوړولو ته اړ شوي دي". دى وايي " واښه او شينکى د واروې له امله وچ شوى دى".

ملگرو ملتو خبردارى ورکړى نړيوال قانون په ملکيانو ډزې منع کوي ، او دغه راز د ملکيانو وږي ساتل د جگړې يو تاکتيک دى چې بايد له کارونې څخه ډډه وشي.