برسلز کې د پاریس بریدکونکو 'پټنځای موندل شوی'

د انځور حقوق Getty

بلجیم کې څارنوالان وايي، دوی داسې باور کوي، چې ښايي برسلز کې یې هغه اپارتمان موندلی، چې پکې د نومبر پاریس بریدونو یو جهادي پټ شوی و.

د شایربیک سیمې یوه ارپارتمان کې پولیسو چاودیدونکو توکي، په لاس رغول شوي چاودیدونکي واسکټونه او د تښتېدلي صلاح عبدسلام د ګوتو نښانونه موندلي دي.

دغه کور د یوه جعلي نوم په وسیله په کرایه نیول شوی و او ښايي یوه داسې چا کارولی، چې وار له مخه بند کې دی.

د اسلامي دولت ډلې وسله والو نومبر کې پاریس کې بریدونه وکړل او ۱۳۰ کسان یې ووژل.