' پاکستان باید د پټان کوټ برید لړ کې بشپړه څېړنه وکړي '

د انځور حقوق epa
Image caption پر پټان کوټ هوايي اډې د شنبې په ورځ هغه مهال برید پیل شو، چې بریدګر چې د هندي پوځ یونیفورم یې اغوستي وو، د اډې مېشت ځای ته ننوتل

د امریکا متحده ایالتونه وايي، پاکستان باید د هند پر پټان کوټ هوايي اډې د برید په اړه شفاف او بشپړه څېړنه وکړي او حقیقت برالا کړي.

د امریکايي چارواکو په وینا دیو دې لړ کې له پاکستان سره اړیکه کې دي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي وویل، پاکستان ژمنه کړې، چې دوی د دغه برید په اړه پلټنو ته چمتو دي.

د نوموړي په خبره پاکستان حکومت دغه برید غندلی او ترهګري خپله د پاکستان لپاره هم یو لوی خطر دی.

پاکستان ویلي و، د هغو معلوماتو پر بنسټ د دغه برید په تړاو څېړنه کوي، چې هند ورکړي دي.

بل لور ته هند وايي له پاکستان سره پلان شوې خبرې یوازې په داسې صورت کې کېدای شي، چې اسلام اباد د هغو وسله والو خلاف ګامونه پورته کړي، چې نوی ډیلی وايي پر پټان کوټ هوايي اډې یې برید کړی و.

د انځور حقوق EPA
Image caption اووه هندي پوځيان او شپږ وسله وال د برید پایله کې ووژل شول

د هند بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، 'اوس خبره د پاکستان په واک کې ده او وايي، سملاسي چاره د دوی غبرګون دی.'

د هند پنجاب ایالت کې د پاکستان پولې ته څېرمه پر یادې هوايي اډې برید شنډولو لړ کې هندي امنیتي ځواکونو د څلورو ورځو اوږدو کې شپږ سخت دریځي وسله وال ووژل.

په پام کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکې اونۍ خپل منځي خبرې پیل شي.

که څه هم هند په رسمي توګه د خپلمنځي خبرو لپاره کومه نېټه نه ده یاده کړې، خو د هندي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې خبرې به د مارچ په ۱۴ یا ۱۵ اسلام اباد کې پیل شي.

پر پټان کوټ هوايي اډې د شنبې په ورځ هغه مهال برید پیل شو، چې بریدګر، چې د هندي پوځ یونیفورم یې اغوستي وو، د اډې مېشت ځای ته ننوتل.

اووه هندي پوځيان او شپږ وسله وال د برید پایله کې ووژل شول.

د ډیلي، اسلام اباد تر منځ د تاوتریخجنو اړیکو د ښه کېدو هیلې دسمبر کې هغه مهال په ډېرېدو شوې، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي ناڅاپه له افغانستانه خپل هېواد ته د سفر پر مهال د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف لیدو ته ورغی او دواړو لوریو د سولې خبرو بیا پیلولو اعلان وکړ.

خو پر پټان کوټ هوايي اډې برید د دغو خبرو پر وړاندې د یوه خنډ په سترګه کتل کېږي. .

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سروپ د پنجشنبې په ورځ ډیلي کې یوې خبرې غونډې ته وویل:

' پر پټان کوټ هوايي اډې ترهګریز برید یو ځل بیا له پولو هاخوا ترهګرۍ ته پام اړولی. د پاکستان په اړه د حکومت پالیسي څرګنده ده، هند د پاکستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکي غواړي، خو هند به هېڅکله د پولو هاخوا ترهګري و نه زغمي.'

د سې شنبې په ورځ له پاکستاني لومړي وزیر نوازشریف سره د پېښې په تړاو ټیلیفوني خبرو کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د 'سملاسي غبرګون' غوښتنه کړې.

هندي چارواکي وايي ښاغلی شریف د 'ترهګرو خلاف سملاسي او پرېکنده اقدام کولو ژمنه کړې.'

د هند رسنیز معلوماتو ادارې په وینا پاکستان ته د دغه برید لړ کې ' ځانګړي او د پلي کېدو وړ معلومات ورکړل شوي دي.'

د اونۍ پیل کې د جهاد ګډې شورا نومي اییتلاف، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې جګړه کونکې له لسو ډېرې جهادي ډلې پکې ګډون لري ادعا کړې وه، چې دغه برید کې د دوی ' ملي لویې لارې ' ډلي کسانو برخه درلوده.

دغه شورا چې مرکز یې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې دی مشري یې سید صلاح الدین کوي، چې د کشمیر تر ټولو لویې سخت دریځې ډلې حزب المجاهدین مشر هم دی.

بل لور ته یو شمېر هندي امنیتي چارواکي د دغه برید پړه پر جیش محمد نومي ډلې اچوي، چې وايي مرکز یې پاکستان کې دی.

هند وايي پاکستان د دغې ډلې ملاتړ کوي، خو اسلام اباد یې ردوي.