د افغان طالبانو يو قوماندان پاکستان کې وژل شوى

د انځور حقوق Reuters
Image caption فکر کېږي ملا محمد عالم د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور ته ډير نزدې وو.

که څه هم ملا محمد عالم دطالبانو دلوړې کچې په کسانو کې نه و،خو طالبانو ته نژدې کسان نوموړی یو پیاوړی جنګي قومندان او دطالبانو نوي مشر تابه ته نژدې سړی یادوي.

طالبانو منلې ،چې مولوي محمد عالم دپاکستان په بلوچستان کې وژل شوی.

درپوټونو له مخې دطالبانو دغه قومندان تېره ورځ مازیګر نا څرګندو وسلوالو هغه وخت وواژه ،چې له کوټې ښار نه دکچلاغ پر لور روان و. ویل کېږي دنوموړي سره یو بل کس هم وژل شوی، خو نوم ېې نه دى په ډاګه شوی.

طالبانو ددې پخلی کړی ،چې ملا محمد عالم په زابل ولایت کې د طالبانو د یوې وړې ډلې مشري کوله.

. تر اوسه ددغه طالب قومندان دوژني مسولیت چا په غاړه نه دی اخيستی ،دطالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي سره په خبرو کې دملا محمد عالم وژنه دخپلو دښمنانو کار بللی خو مخامخ ېې دچا نوم نه دى

اخیستی.

ځینې سرچینې وايي دطالبانو په دوو ډلو له وېشلو وروسته، ملا عالم دطالبانو دنوي مشرتابه دمخالفینو په ځانګړې ډول دملا منصور دادالله دډلې په ځپلو کې رول لاره .

وړاندې د طالبانو دجلا شوې ډلي یوه قومندان ،ملا محمد عالم په ملا منصور دادالله بريد اود ازبکستاني طالبانو په وژنه کې لاس درلودو تورن کړى و. تر دې وړاندې په پاکستان کې دطالبانو یو شمېر مشهو ر قومندانان په پټه وژل شوي ،یو يې دحقاني شبکې یو مشر و ،چې اسلام اباد ته څېرمه په ورته ډول وژل شوی و.