د مصر یوه هوټل کې د چړو ګوزارونو درې سیلانیان ټپیان کړل

د انځور حقوق EPA
Image caption مصري پولیس وایي، بریدګرو له چړې په ګټه اخستو غوښتل سیلانیان برمته کړي. یوه بریدګر ځانمرګي واسکټ هم اغوستی وو. پولیس وایي، دوه بریدګر له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي.

مصري چارواکي وایي، په غردقه ساحلي ښار کې پر یوه توریستي هوټل کې دوو کسانو د چړې په ګوزارونو درې سیلانیان ټپیان کړي دي.

پېښه پرون د جمعې په ورځ (جنورۍ ۸مه) په بلا ویستا نومي هوټل کې رامنځته شوې ده. د قربانیانو د هویت په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي.

مصري چارواکو ویلي، بریدګرو له چړې په ګټه اخستو غوښتل سیلانیان برمته کړي. یوه بریدګر ځانمرګي واسکټ هم اغوستی وو. پولیس وایي، دوه بریدګر له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي.

مصر د سینا په شبه جزیره کې له اسلامپالو اورپکو سره مبارزه کوي چې یوې برخې یې اسلامي دولت (داعش) ته وفاداري اعلان کړې ده.

تېره پنجشنبې د مصر درې ګونو اهرامونو ته څېرمه جیزه کې د سیلانیانو پر یوه بس موټر د برید راپور ورکړل شو چې مسوولیت یې داعش ډلې پرغاړه واخست او ویې ویل، په بس کې یهودي سیلانیانو سفر کاوه.

سره له دې هم د مصر پولیسو ویلي، په دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.

غردقه سرې بحیرې ته څېرمه ساحلي ښار دی او د توریستي سیمې شرم الشیخ ګاونډ کې پروت دی، چېرته چې په تېر اکتوبر میاشت کې د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه.

دغې هوایي پېښې د روسۍ الوتکې د خدمې او پيلوټانو په ګډون د ۲۲۴ کسانو ژوند واخست او داعش ډلې یې مسوولیت ومانه.

دا برید ددې سبب شو چې برېتانیا او ځېنې نور اروپایي هېوادونه د خپلو الوتنو مخه د مصر له سینا صحرا واړوي او د ترهګریزو بریدونو له وېرې شرم الشیخ ته هم د سیلانیانو ورتګ ودروي.

روسیې هم مصر ته خپل ټول پروازونه وځنډول.

ورته مطالب