د امریکا بي ۵۲ ډوله الوتکو پر سویلي کوریا الوتنې کړې

د انځور حقوق AFP

د شمالي کوریا له لوري د هایډروجن بم له ازموینې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو بي ۵۲ ډوله الوتکو د قوت څرګندونې په موخه د سویلي کوریا د پاسه الوتنې کړې.

دغو الوتکو شمالي پولې ته څېرمه د هوايي اډې د پاسه الوتنې کړې.

د شمالي کوریا مشر کیم جون ایل وايي، د هایډروجن بم ازموینه له امریکا سره د اتومي جګړې مخنیوي لړ کې د خپل هېواد دفاع لپاره پورته شوی ګام دی.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د نوموړي له قوله ویلي: '' دا د یوه خپلواک هېواد قانوني حق دی او یوه سمه کړنه ده، چې هېڅوک پرې د نیوکې کولو حق نه لري.''

امریکا متحده ایالات، چې د سویلي کوریا اتحادي دی، وايي د بي ۵۲ ډوله الوتکو الوتنې د شمالي کوریا پارونکې چارې ځواب دی.

د یونهیپ په وینا واشنګټن سیمې ته د الوتکو درلودونکې بېړۍ پر لیږلو غور کوي.

بل لور ته د بي ۵۲ الوتکو د الوت په اړه تر اوسه د شمالي کوریا غبرګون نه دی څرګند شوی.

ښايي د شمالي کوریا د هایډروجن بم ازموینې تایید تر اونیو پورې وخت ونیسي، خو ماهرین وايي چاودنه دومره لویه نه وه، چې د دغه ډول الې پر مټ ترسره شوې وي.