جرمني کې د کډوالو ضد مظاهره کونکو او پولیس تر منځ اخ و ډب

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېرمن مېرکل د هغو کسانو پر وړاندې د سخت قانوني چلند غوښتنه کړې، چې جرمونو کې ښکېل وي

د جرمني په کولن ښار کې د بلوا ضد پولیسو د کډوالو ضد لاریون کوونکو خپرولو لپاره اوبشېندي کارولي دي.

افراطي ښي اړخې ډلې، چې د اسلام ضد پېګېدا غورځنګ یې مشري کوله، د نوي کال پر شپه پر ښځو باندې د شویو بریدونو پر ضد لاریون ته راوتلې وې.

په هغو بریدونو کې یوې شمېر کډوالو هم برخه درلوده.

د جرمني لومۍ وزېرې انګېلا مېرکل په قانون کې د یو لړ بدلونونو وړاندیز کړی چې په جرمونو کې د ښکېلو بهرنیانو شړلو ته لار هواره کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بلوا ضد پولیسو د کډوالو ضد لاریون کوونکو د خپرولو لپاره اوبشېندي کارولي دي

مېرمن مېرکل وویل، هغه کسان چې پرلپسې جرمونو کې ښکېل دي، باید د قانون له پوره ځواک سره مخامخ شي.

کولون کې سلګونه پولیس د هغو مظاهره کونکو پر وړاندې ځای پر ځای شوي وو، چې د بوتلونو ګوزارونه یې کول.

په ورته مهال د کډوالو پلويانو هم مظاهره کړې. له دې مخکې د ښځو حقونو سلګونو پلویانو یوې مظاهرې کې برخه درلوده.

د نوي کال رادبره کېدو پر مهال تر سره شوي جنسي ځورونې او غلا بریدونه، چې په ظاهره د شمالي افریقا او عربي هېوادونو خلکو سره ورته والي درلودونکي یو شمېر کسان پکې ښکېل وو، د مېرمن مېرکېل پر پالیسو د پراخو نیوکو لامل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کولون کې سلګونه پولیس د هغو مظاهره کونکو پر وړاندې ځای پر ځای شوي وو، چې د بوتلونو ګوزارونه یې کول

د دغو پېښو مخنیوي لړ کې د پولیسو پر چلند هم نیوکې شوې دي.

د خپل ګوند له یوې غونډې وروسته د خبرو پر مهال مېرمن مېرکل، د هغو کسانو پر وړاندې د سخت قانوني چلند غوښتنه کړې، چې جرمونو کې ښکېل وي او جرمني کې د پناه غوښتنه کوي. د اوسني جرمن قانون له مخې یوازې هغه کسان په زور له جرمني شړل کېږي، چې لږ تر لږه درې کاله یې په کوم زندان کې تېر کړي وي او په اړوند هېواد کې یې ژوند ته ګواښ متوجه نه وي.

جرمن چارواکي خبرداری ورکوي، چې د کډوالو مخالفې ډلې له دغې پېښې نه په ګټې اخیستو سره د کرکې خپرولو هڅه کوي.

له همبرګ او ستوتګارت نه هم د ورته بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.