مکسیکو پرېکړه کړې ' الچیپو ' امریکا ته وسپاري

د انځور حقوق Reuters
Image caption خبریالان وايي ښايي اوس مکسیکو چارواکو پرېکړه کړې، چې هېواد کې د ګوزمان ساتل خوندي نه دي

د مکسیکو لویه څارنوالي وايي متحده ایالتونو ته د نشه یي توکو د ډېرې نوم بدې قاچاق کوونکې ډلې د مشر جاکویم الچیپو ګوزمان د سپارلو په اړه قانوني بهیر پیلوي.

ګوزمان چې شپږمیاشتې مخکې د دویم ځل لپاره له زندانه تښتېدلی و، د جمعې په ورځ ونیول شو.

مخکې هم امریکا د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو نه وې منل شوې.

اوس په مکسیکو کې چارواکو ظاهراً پرېکړه کړې چې نور نو دا خوندي نه ده چې د نشه يي توکو دغه لوی چاقاق کووونکی پر خپله خاوره وساتي، ځکه هغه دومره پیاوړی دی چې کولای شي چارواکو ته بډې ورکړي.

د ګوزمان د برخلیک په اړه د پرېکړې لپاره د لومړنۍ غونډې نېټه لا نه ده مالومه.

مکسیکو چارواکي وايي امریکا ته د نوموړي سپارلو پرېکړه ۲۰۱۴ کال کې د امریکا غوښتنې منلو لړ کې تر سره کېږي.

تېر کې د امریکایانو دغه ډول غوښتنې رد شوې، خو خبریالان وايي ښايي اوس مکسیکو چارواکو پرېکړه کړې، چې هېواد کې د ګوزمان ساتل خوندي نه دي، ځکه نوموړی د پېسو پر مټ چارواکي او کارکونکي رانیسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نوموړی د نړۍ هغو قاچاقبرو کې شامل دی، چې تر ټولو ډېر لټون یې کېده او د هغه ډلې امریکا ته له ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارو نشه یي توکي په قاچاقي ډول لېږدول

امریکا ته د ګوزمان سپارلو کومه ځانګړې نېټه نه ده یاده شوې.

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د لویې څارنوالۍ چارواکو له قوله ویل شوي، پر دغې پرېکړې د اعتراض لپاره د نوموړي مدافع وکیلان درې ورځې او د ثابتولو لپاره نورې ۲۰ ورځې وخت لري.

ویل کېږي، چې ګوزمان د یو میلیارد ډالرو جایداد څښتن دی.

نوموړی د نړۍ هغو قاچاقبرو کې شامل دی، چې تر ټولو ډېر لټون یې کېده او د هغه ډلې امریکا ته له ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارو نشه یي توکي په قاچاقي ډول لېږدول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوموړي نیولو لپاره معلومات ورکونکو ته د پنځه میلیونه ډالرو ورکړې اعلان کړی و.

۱۹۹۳ کال کې نوموړی د ۲۰ کلن زندان سزا لپاره زندان ته استول شوی و، خو نوموړی له اتو کلونو وروسته وتوانید له زندانه وتښتي.

له ۱۳ کلونو وروسته ۲۰۱۴ کال کې چارواکي وتوانیدل نوموړی بیا ونیسي.