عراق کې پر يوه مارکېټ بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په بريد کې په لسګونو کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي

وسله والو کسانو د عراق پلازمېنې بغداد په الجوهره مارکېټ کې له موټر بم چاودنې وروسته په نوموړي مارکيټ بريد کړی.

ويل کېږي په دغه بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

پولیس وايي، کله چې د عراق امنیتي ځواکونو په بريدګرو ډزې پيل کړې دوو يې ځانمرګي چاودنې وکړې او دوه نور په ډزو ووژل شول.

عراقي پوليسو وړاندې ويلي وو، بريدګرو په مارکېټ کې دننه لسګونه کسان يرغمل کړي وو. خو دغه کسان د امنيتي ځواکونو په مرسته بېرته ازاد شول.

د پوليسو په وينا يرغمل شويو کسانو کې ډېری مېرمنې وې.

د راپورونو له مخې امنيتي ځواکونه بازار کې د ننه له بريدګرو سره جګړه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه بريدګر وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د اسوشيټډ پريس خبري اژانس په وينا د امنیتي ځواکونو او بريدګرو تر منځ نژدې يو نيم ساعت جګړه روانه وه ، څلور پوليس هم په دغه نښته کې وژل شوي دي.

د عراق د کورنيو چارو وزارت په وينا حالات اوس تر کابو لاندې دي.

د يوه دولتي کارکوونکی په وينا د بريد پر مهال مارکېټ کې لږ تر لږه ۷۵ کسان موجود وو.

ورته مطالب