د ګاندي د ژوند وروستي لس کلونه په تصويرونو کې

دا د هند د لوی مشر مهاتما ګاندي تصوير دی، چې په ۱۹۳۸ کال کې د هند لوېديځ ایالت مهاراشترا په سيوا ګرام کلي کې اخيستل شوی دی.

په دغه تصوير کې مهاتما ګاندي له خپل دفتره په ټيليفون خبرې کوي.

د ګاندي پوره نوم موهن داس کرم چند ګاندي و، د دغه تصوير له اخيستو دوه کاله وړاندې سيګاو ته لېږدېدلی و. وروسته بيا ده د دغه کلي نوم بدل کړی سيواګرام يا د خدمت والا نوم يې پرې کېښود.

ګاندي په دغه سيمه کې يو ټولنيز مرکز جوړ کړ، چې د هند د راتلونکي په اړه يو شمېر مهمې پرېکړې په کې شوې دي.

ګاندي له خپلې مېرمنې کستوربا او څو ملګرو سره سيوا ګرام کلي ته و لېږدېدلی و.

د ګاندي ورېره، کانو ګاندي هم له ده سره يو ځای اوسېده ، د کانو سره يو کامره وه چې د ګاندي تصويرونه به يې پرې اخيستل.

دغه تصوير په ۱۹۴۵ کال کې اخيستل شوی او ګاندي د وزن معلوملو پر تله ولاړ دی.

دغه تصوير د يوه داسې کس کسيه کوي، چې د هند د ازادۍ لپاره يې څو ځله د نه خوړلو اعتصاب کړی، چې موخه يې د سولې راوستل، د مسلمانانو د حقونو ملاتړ او په فساد کې ښکېلو کسانو پر ضد و.

په دغه تصوير کې ګاندي د خپل دفتر مخې ته ولاړ او د ګرمۍ د مخنيوي لپاره يې بالښت پر سر نيولی دی.

تصوير په ۱۹۴۰ کال کې اخيستل شوی دی.

ځينې خلک وايي د کانو په لاس د ګاندي اخيستل شوي تصويرونه ډېر ځانګړي او په زړه پورې دي.

د مهاتما ګاندي ورېره، کانو ګاندي، لرې پرتو سيمو ته هم له ده سره تللې وه.

دغه تصوير په ۱۹۳۸ کې اخيستل شوی، چې په شمال لويديځه سيمه کې پښتانه او د کانګرېس ګوند ځينې غړي يې موټر ټېله کوي.

د کانو ګاندي لومړی کتاب کې د مهاتما ګاندي د وروستيو لسو کلونو د سياسي او شخصي ژوند په اړه پوره معلومات شته. په کتاب کې د ګاندي د ژوند د بېلابېلو برخو تصويرونه شته.

په دغه تصوير کې مهاتما ګاندي له خپلې مشرې خور او له يوې بلې خپلوانې ښځينه سره ليدل کېږي.

پورتنی تصوير په ۱۹۳۹ کې په ګجرات کې له درې ورځنۍ لوږې وروسته اخيستل شوی.

ګاندي او مېرمن يې کستوربا په ۱۹۴۰ کال کې د يوه عيسوي او د نه لمس کېدونکې ښځينه (په هند کې يوه طبقه خلک دي چې څوک نه ورنژدې کېږي) په واده کې ليدل کېږي.

دغه تصوير په ۱۹۴۴ کال کې اخيستل شوی، د مهاتما ګاندي مېرمن کستوربا په کې د ناروغۍ په حال کې ښکاري.

دغه تصوير د ګاندي او د بنګال د سوباش چندرا بوس دی، چې په ۱۹۳۸ کې اخيستل شوی، د ګاندي مېرمن کستوربا هم په کې ليدل کېږي.

د ګاندي او چندرا بوس تر منځ اړيکې پېچلې وې او د ډېرو اختلافونو له امله بيا سره بېل شول.

ويل کېږي دا يو په زړه پورې تصوير دی، چې د هند دوه لوی مشران په کې يو ځای ليدل کېږي.

دا تصوير د ۱۹۴۰ کال د فبرورۍ مياشتې دی چې د لوېديځ بنګال، د نوبل جايزې ګټونکی شاعر او ليکوال رابندر نات ټېګور او مهاتما ګاندي په کې يو ځای ليدل کېږي.

کانو ګاندي ته اجازه وه چې هر وخت کولای شي د ګاندي تصويرونه واخلي.

په دغه تصوير کې ګاندي د خپلې مړې مېرمنې د جسد تر څنګ ناست دی. تصوير د ۱۹۴۴ کال په فبرورۍ کې اخيستل شوی دی.