د سوريې جګړه: کلابند ملکي خلک

د انځور حقوق AFP
Image caption یاغیانو د سورېې پلازمېنې ته نژدې ختیځ کې د غوطه سیمه نیولې

سورېه کې د حکومت مخالفو فعالانو بي بي سي ته ویلي چې دمشق ته نژدې د حکومت له خوا کلابند شوي ښار، مضایا، کې خلک له لوږې مړه کېږي.

رپوټونه وايي د شمال خواته په دوو شیعه میشتو کلیو، فوا او کفریا، کې خلک د لوږې له امله واښه خوري، چې د ډیرې مودې راهیسې د یاغي ځواکونو له خوا کلابند شوي.

د ملګروملتونو سازمان وايی د سوريې د نښتې ټولو اړخونو په جګړه کې د کلابندۍ له تاکتیک نه کار اخیستی او په دې ټوګه ېې نړیوال بشري حقونه او بشري قوانین تر پښولاندې کړي.

نړیوال قانون د جګړې د یو تاکتیک په توګه د ملکي خلکو لوږې ته اجازه نه ورکوي.

د خوراک نړیوال پروګرام او نړیوال سورصلیب په ځینو سیمو کې حالات "ډېرخراب" بللي.

د تقریبا ۵ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د ایسار پاتې شویو ملکي خلکو د وضعې په اړه دا معلومات ترلاسه شوي دي.

څومره خلک کلابند دي؟

د ملګروملتونو سازمان وايي د سوريې په هغو سیمو کې چې "رسېدل ورته ګران دي" د ۴،۵ ميلیونو خلکو له جملې څخه نژدې ۴۰۰،۰۰۰ کسان کلابند دي.

د ملګروملتونو د سازمان سرمنشي بانکي مون د سوريې په اړه یوه وروستي رپوټ کې چې د ۲۰۱۵ په ډسمبر کې خپور شو ویلي "په نښتې کې ښکیلو اړخونو په بشپړه توګه یا تر ډېره حده، کلابندو شویو سیمو ته د لاسرسي محدودولوته دوام ورکړی".

د خلکو او اړتیا وړ شیانو خوځښت ډېرمحدود شوی، چې له امله يې د شیانو بيې، چې له غېرمنظمو لارو څخه راځي، لوړې شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې د جګړې لومړۍ کرښې- لکه دلته د ختیځې غوطه د جوبرپه سیمه کې- سختې ګزمې کېږي

د ملګروملتونو رپوټ د هغو لږو مرستو په اړه غږې‍دلی چې د ملګروملتونو ادارو د سپټمبر او نومبر تر منځ موده کې ۴۰۰،۰۰۰ کلابندو خلکوته رسولې.

رپوټ وايي "په سپټمبر کې، په یوه کلابند ځای کې تقریبا ۷،۸۰۰ خلکوته اوبه، او د پاکې صفايي د ساتنې مرستې رسول شوې. په اکتوبر کې، په کلابندو سیمو کې ۱۰،۵۰۰ خلکو ته خوراکي توکي، روغتیايي او بنسټیزې مرستې رسول شوي، او تقریبا ۱۶،۷۰۰ خلکوته اوبه او د پاکي صفايي د ساتلو وسایل برابرشوي. په نومبرکې، ۱،۰۷۷ تنو ماشومانو ته د زده کړې کتابونه او ۵۰ تنو ماشومانو ته د ژمي لباس ورکړ شوی."

"په نومبر کې، کلابندو سیمو ته نورې مرستې نه دي رسیدلي. "

ملګري ملتونه وايي په تېر کال کې هغو کلابندو سیمو ته چې رسېدل ورته ګران دي د بشري مرستو کاروانونو لېږلو لپاره یواځې ۱۰ سلنه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړشوی.

"دکلابندو کلیو بد حالت"

د سورېې کومې برخې اغېزمنې شوي؟

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په کلابندو سیمو کې هغه تقریبا ۲۰۰،۰۰۰ خلک هم شامل دي چې د حکومت تر کنټرول لاندې د دېرالزور په ښار کې دي او د "اسلامي دولت" ډلې د اورپکو له خوا کلابند شوي.

په ختیځ کې د غوطه په ښار کې چې له دمشق نه بهر د یاغیانو اډه ده، تقریبا ۱۷۶،۵۰۰ خلک په بېلابېلو ځایونو کې د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا کلابند شوي.

ملګري ملتونه وايي د داریا سیمې شاوخوا کې تقریبا ۴،۰۰۰ کسان او دمشق ته نژدې د الزبداني غرني ښار کې نژدې ۵۰۰ کسان د حکومتي ځواکونه له خوا کلابند پاتې دي.

د الزبداني جنوب کې د مضایا ښار د جولای راهیسې تر کلابندۍ لاندې دی. ملګري ملتونه وايي هلته تقریبا ۴۲،۰۰۰ کسان بند پاتې دي، چې ځینې يې له الزبداني څخه تښتېدلي.

د ادلب ولایت د فوا او کفریا په ښارونو کې د اټکل له مخې ۱۲،۵۰۰ کسان د یاغي ډلو او القاعدې سره تړلې د النصره جبهې له خوا کلابند او ایسار پاتې دي.

خلک څرنګه خپل ځان او خپلو کورنیو ته خوراک برابروي؟

په ډېرې سختۍ سره، په کلابندو سیمو کې بند پاتې شوي ملکي خلک پر توربازار باندې متکي دي، چې په لوړه بیه شیان خرڅوي.

د ۲۰۱۵ په جولای کې د سوريې په اړه د ملګروملتونو د پلټنې کمیسیون وموندله چې خلک، په تېره بیا کمزوري کسان، د اړتیا وړ خوراکي شیانو د کمښت او داروګانو او برېښنا ته د لاسرسي نه درلودلو له امله مړه شوي دي.

پلټنې موندلې چې "کلابندې ټولنې، له بنسټیزو اړتیا وړ شیانو پرته بند پاتې شوي، دغلچکې ډزو یا بمباریو له امله پرلپسې ویره کې اوسېږي، له روحي ستونزو او مایوسۍ سره مخ دي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کلابندو سیمو خلک د خوراک د نشتوالي تر څنګ د سړې هوا او یخنۍ له امله هم ستونزې ګالي

د پلټنې کمیسیون وايي د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې یو پلارهغه وخت په اوبو کې ډوب شو چې غوښتل ېې د دېرالزور له کلابندې سیمې څخه د فرات له سینده په لامبو تېر شي او د خپلو ماشومانو لپاره خوراک پيدا کړي.

غلچکي ډزو کوونکو، هغه ملکي خلک اوماشومان وژلي چې غوښتل يې له ښاره وتښتي، او د ۲۰۱۵ په اپریل کې یوه ۱۳کلنه نجلۍ هلته له لوږې مړه شوه.

د مضایا یو اوسېدونکې عبدالوهاب احمد بي بي سي ته وویل یواځې په جنوري کې پر یوه ورځ په دغه ښارکې دوه کسان له لوږې مړه شول.

هغه وویل "خلکو دلته د خاورې په خوړلو پيل وکړ، ځکه د خوړلو لپاره نورهېڅ نشته. واښه او پاڼې د واورې د زیاتوالي له امله له منځه تللي. "

هغه وویل، د ناروغانو او کمزورو کسانو لپاره د طبي آسانتیاوو نشتوالی "وحشتناکه" دی.

له فعالینو څخه یو کس چې کورنۍ يې د مضایا په ښار کې ده، بي بي سي ته وویل "خلک مړه کېږي. هغوی له ځمکې څخه شیان راباسې او خوري ېې. هغوی پیشوګانې او سپیان خوري"

د انځور حقوق EPA
Image caption د یاغیانو ترلاس لاندې کلابندو سیمو کې خلک مجبوره وو، چې په خپله ځانته طبي وسایل برابر کړي

د نړیوال سره صلیب یوه ویاند، پاول کرژیشیک، د اې اېف پي خبري آژانس ته ويلي، کله چې دی په اکتوبر کې د مضایا ښارته تللی و، خلکو ورته زارۍ کولې چې د ماشومانو شیدې ورکړي. خلکو ورته ویلي وو چې میندې د خوراک د نشتوالي له امله دومره کمزورې شوي چې شیدې نشي تولیدولاې، او د نویو زيږېدلیو او وړو ماشومانو د خوراک لپاره څه نشته.

د مضایا په ښار کې یوه محلي مامور د اسوشیتډ خبري آژانس ته وویل په دې وروستیو کې د شیانو بيې ډېرې لوړې شوي، یو کیلوګرام غنم په ۲۵۰ ډالره او یو کیلوګرام پوډري شیدې له ۳۰۰ ډالرو نه زیاته بیه لري.

ملګري ملتونه وايي "کلابندي ... د هغوخلکو لپاره چې هغه عملي کوي او د هغو لپاره چې دننه بند پاتې خو ډېرې ښې اړیکي لري، په یو تجارت بدله شوې"

د ملګرو ملتونو رپوټ دا هم وايي چې حکومتي مامورین او عسکر، او د هغوې کورنۍ، د دېرالزور د کلابندۍ له امله لږ اغېزمن شوي، ځکه چې د پوځي هوايي ډګرله لارې هغوې ته د اړتیا وړ بنسټیز شیان رسېږي.

ایا کوم څوک له کلابندو سیمو څخه را ایستل شوي دي؟

د ډسمبر پر ۲۸ د تبادلې د یوې معاملې له مخې، د څلورو کلابندو ښارونو، الزبداني، مضایا، فوا او کفریا په اړه یوه سیمه ییزه هوکړه د دې سبب شوه چې د ځینو جدې ټپي شویو کسانو په ګډون څه باندې ۴۶۰ کسان له دغو کلابندو سیمو څخه راوایستل شي.

هغوی د ملګروملتونو سازمان، سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو تر څارنې لاندې د ترکيې او لبنان له لارې د ځمکني او هوايي ترانسپورټ په مرسته را وایستل شول.

د انځور حقوق AP
Image caption سرې میاشتې او نورو موسسو په ډسمبر کې له الزبداني څخه د خلکو را ایستلو کار کې برخه درلوده
د انځور حقوق EPA
Image caption سوري پناه وړونکو، له الزبداني څخه د هغو راغلیو امبولانسونو کاروان هرکلی وکړ چې د لبنان له پولې راتېرشول

د مرستې لپاره څه کېداې شي؟

کله چې په اکتوبر کې لومړی ځل د دغو څلورو ښارونو په اړه هوکړه وشوه، د ملګروملتونو د خوراک نړیوال پروګرام د مضایا کلابند ښار کې د ۲۰،۰۰۰ کسانو د یوې میاشتې خوراک لپاره خوراکي توکي یوړل.

له هغې راهیسې، د خوراک نړیوال سازمان او نورو نړیوالو موسسو، له مخالفو ډلو او حکومت څخه د مکررو غوښتنو سره سره ونشوای کولای دغو سیمو ته لاسرسی پېدا کړي.

د خوراک نړیوال سازمان فکر کاوه چې و به کولای شي هره میاشت مضایا ته ځان و رسوي. د جنورۍ پر اوومه نېټه ملګرو ملتونو وویل د سوریې حکومت منلې ده چې مضایا، فوا او کفریا ته به د خوراکي مرستو لېږلو ته اجازه ورکړي او "په راتلونکو ورځو کې" به مرستې ورسول شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لبنان په بېروت کې د ملګروملتونو سازمان په دفترکې سوري ماشومانو د مضایا او الزبداني ښارونو د کلابندۍ پر خلاف اعتراضیه غونډه کړې

تېره میاشت د سورِيې په اړه د ملګروملتونو د امنیتي شورا پرېکړه لیک د سولې خبرې اترې تایید کړې چې د جنوري په پاې کې په جينوا کې پېلېدونکې دي، او غوښتنه يې وکړه چې ټولو سیمو ته باید د بشري مرستو لېږدولو ته اجازه ورکړل شي.

د سوريې د حکومت مخالفې ډلې هڅه کوي چې دا او د ښه نیت نور اقدامات، د سولې کنفرانس کې د ګډون د یو مخکیني شرط په توګه وبولي.

د مضایا اوسېدونکي عبدالوهاب احمد بي بي سي ته وویل، دی د نړۍ له ټولو خلکوغواړي چې د ده د ښارلپاره "د غوسې یوه ورځ" ولمانځي او ويې ویل چې "د کلابندۍ د له منځه وړلو لپاره موږ یوه ورځ خواخوږي غواړو."