ولې د اسلام اباد غونډه مهمه ده؟

د انځور حقوق AP
Image caption امريکا او چين په لومړي ځل د سولې بهير راژوندۍ کولو لپاره په خبرو کې برخه واخېستله.

په لومړي ځل د نړۍ دوو لويو ځواکونو، امريکا او چين په مخامخ او رسمي ډول د افغانستان د سولې پروسې را ژوندۍ کولو هڅو کې برخه واخيستله.

د دې هڅو هدف په افغانستان کې ١٤ کالو څخه روانې جگړې ته پاى ورکول دي، که څه هم امريکا او ناټو يو کال نه زيات وخت وړاندې دې هېواد کې خپلې جگړې ته پاى ورکړى دى، خو حقيقت دا دى چې ٢٠١٤ کال نه راپدېخوا افغانستان کې د جگړې لمن پراخه شوې ده.

طالبانو ٢٠٠١ کال نه وروسته په لومړي ځل د تېر کال د سپټمبر مياشت کې لنډ وخت لپاره يو ولايتي مرکز ونيولو، او د هلمند ولايت د سنگين او مارجې ولسواليو ته يو ځل بيا بهرني ځواکونه د افغان پوځونو "د مرستې" لپاره جگړې کې راگډ شوي دي.

د همدې مارجې ولسوالۍ څخه څو کاله وړاندې د جنرال سټينلي مېک کرېسټل په مشرۍ د ولسمشر اوباما د امريکايي ځواکونو د موقتي زياتوالي د تگلارې "وسله والو څخه د سيمو نيول او ساتلو" باندې کار پيل شوى و.

Image caption طالبانو سره لومړنۍ اعلان شوې مخامخ خبرې د جولايي په مياشت کې د ملا محمد عمر د مړينې د خبر له راښکاره کېدو وروسته وځنډېدلې.

واشنگټن او بېجنگ په داسې وخت کې دې خبرو کې ورگډېږي چې په افغانستان کې د داعش ډلې رامنځ ته کېدو هم د سولې د هر ډول بهير اړتيا ډېره کړې ده.

افغانستان لپاره د روسيې د ځانگړي استازي د تېرې مياشتې دا ادعا چې "د داعش پر ضد يې طالبانو سره د تماس کرښې پرانستي" د افغانستان په کړکېچ کې يو نوى خو افغانانو ته يو پېژندل شوى لوبغاړى دې مسلې ته را داخل کړى دى. که څه هم طالبانو په دې لړ کې د هر ډول اړيکو خبره رد کړې ده.

د سوداگريزو لارو او د غازو د نل ليکې سياست:

چين د پاکستان يو نژدې سيمه ييز ملگرى هېواد دى. بيجنگ په چټکۍ سره د پاکستان له لارې خليج ته د لويې لارې په جوړولو او پراخولو کار کوي.

خو دا لاره د پاکستان له هغو سيمو تېرېږي چې په مستقيم او غير مستقيم ډول د پاکستان او افغانستان له تاوتريخوالي اغېزمنې دي.

د چين اقتصادي گټې او دا هيله چې خپل سوداگريز توکي دې د گوادر او نورو بندرونو له لارې خليج ته ورسوي. د ډېرو په اند "خبرو کې د چين شتون يو اغېزم فکټور او علت دى چې کېدى شي پر پاکستان خپل اغېز وکاروي او په دې ډول اسلام اباد سولې ته د طالبانو راوستو لپاره په اخلاص سره گامونه واخلي".

کابل تل په اسلام اباد تور پورې کړى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه يې تگلاره په "اخلاص" ولاړه نه ده.

يو داسې تور چې پاکستان تل رد کړى دى خو د لار نقشې د چمتو والي دې خبرو کې د چين شاملول کېدى شي د دواړو لورو په دريځونو اغېز وکړي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بشپړه خبرو پېلېدو په لړ کې بنسټيز رول ولري.

د انځور حقوق AISA
Image caption ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د غازو نل ليکې د غزولو کار تېره مياشت پرانستل شو، خو دا به هغه وخت د گټې وړ گرځي چې افغانستان کې سوله ټينگيږي.

تېره مياشت د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د غازو د نل ليکي " ټاپي" په غزولو کار پرانستل شو.

ټاکل شوې ده چې د روانې مېلادي لسيزې په وروستېو کالونو کې به د دې نل ليکې په وسيله د ترکمنستان غاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته لېږدېدل پيل شي.

خپله پاکستان به هم د دې غازو څخه گټه اخلي، چې په پاکستان کې د انرژۍ د ډېرېدونکي کمي لپاره اړين بلل کېږي، بله دا چې پاکستان به د دې څخه د محصول په برخې کې هر کال په ميليونو ډالر ترلاسه کوي، خو دا به يواځې هغه مهال شونې وي چې افغانستان کې دايمي سوله او ثبات ټينگ وي، ځکه چې د دې پلان شوې نل ليکې يوه لويه برخه وړاندې د دې نه چې پاکستان ته داخله شي د افغانستان د کندهار ولايت او نورو سيمو څخه تيريږي.

Image caption د ډيرو په اند له ترکمنستانه هندوستان ته د غازو نل ليکې غزېدل د سولې لپاره يو مهم او گټور فکتور ثابتېدى شي.

همدې ولايت څخه طالبان راپورته شوي وو او اوس يې هم د فعاليتونو يو مرکز بلل کېږي.

د پاکستان د دفاع وزير، خواجه اصف، له وړاندې ويلي دي چې " د غازو د پلان شوې نل ليکي خونديتوب لپاره به په افغان طالبانو له خپل اغېز څخه کار اخلي".

که څه هم دا به راتلونکو څو اونيو کې عملا ثابتېږي چې متحد ايالتونه او چين به د افغان سولې برخې کې څه ډول گامونه اخلي خو د ډېرو په اند په لومړي ځل د سولې د لار نقشې جوړولو لپاره خبرو کې برخې اخيستو سره دې دواړو هېوادو له وړاندې لومړني گامونه پورته کړې دي.