کوټه کې د پولیو واکسین مرکز سره چاودنې ۱۴ کسان وژلي

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د ګوزن (پولیو) واکسین یوه مرکز بهر په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د چاودنې ډېرى قربانیان د دغه کلینک ساتونکي دي. په وروستیو کلونو کې پر واکسیناتورانو د اورپکو د بریدونو له امله د ګوزڼ کارکوونکو سره معمولا وسله وال ساتونکي وي.

اورپکي د واکسین مخالف دي او وایي چې دا د پاکستاني ماشومانو د شنډ کولو لپاره د لودیځوالو توطیه ده.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزن ناروغي پکې شته.

د بلوچستان یوه ایالتي وزیر سرفراز بګټي وایي، چاودنه نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوې چې د کلینک کارکوونکي او ساتونکي لا د خپل کار لپاره بهر ته نه وو وتلي.

سیمه کې یوه پولیس افسر ویلي، چاودنې کې ۱۲ پولیس سرتېري، یو ملېشه او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

ښاغلي بګټي فرانس پرس اژانس ته ویلي، "موږ په جګړه ییز زون کې ژوند کوو، زه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نشم ویلای."