امریکا وایي ماڼوګان یې له ایران سره دي

د انځور حقوق Getty

د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، ددوی د سمندري ځواکونو دوه کښتۍ له ماڼوګانو سره چې شمېر یې لس تنه رپوټ شوی د ایران لخوا نیول شوي، خو ډاډ یې ترلاسه کړی چې ماڼوګان به ډېر ژر دوی ته وسپارل شي.

یوه امریکایي چارواکي بي بي سي ته وویل، د ماڼوګانو شمېر ۱۰ تنه دی. دغه چارواکی وایي، ایران امریکایي چارواکو ته اطلاع ورکړې چې ماڼوګان یې روغ رمټ دي او "سملاسي به اجازه ورکړل شي، خپلې لارې ته دوام ورکړي."

خو رویټرز اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي، ګرانه ده چې ایران دا ماڼوګان نن شپه خوشي کړي.

رویترز ساعت وروسته د امریکا دفاع وزارت چارواکو له خولې ولیکل چې ټاکل شوې دغه ماڼوګان د چهارشنبې ورځ د فارس خلیج په وخت سهار وختي خوشي شي.

د ایران فارس دولتي اژانس د رپوټ له مخې د سپاه پاسداران بحري ځواکونو په یوه وینا کې ویلي، "د دوشنبې په ورځ (مرغومي ۲۲مه) د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو د امریکا دوه جنګي کښتۍ له لسو وسله والو سره د فارس ټاپو ته څېرمه د ایران اوبو ته ننوتې وې چې د ایراني بحري ځواکونو لخوا ونیول شول او فارس ټاپو ته ولېږدول شول."

وینا زیاتوی چې امریکایي ماڼوګان "روغ رمټ دي او په مناسب ځای کې ساتل کېږي."

د انځور حقوق Getty
Image caption د ایران فارس دولتي اژانس ویلي دغه ماڼوګان "په ناقانونه توګه د ایران اوبو ته ننوتي وو."

د پنتاګون ویاند پیټر کوک اسوشیټډ پرس ته ویلي، دغه کښتۍ د کویټ او بحرین ترمنځ د تګ په حال کې وو چې له قوماندانۍ سره یې اړیکې پرې شوې.

ښاغلي کوک وویل: "موږ ایران سره اړیکه کې یو ا و موږ ته ډاډ راکړل شوی چې ماڼوګان او کښتۍ په سملاسي خوشي شي."

امریکایي چارواکو اسوشیټډ پرس ته ویلي، پېښه د فارس ټاپو ته څېرمه د فارس خلیج په منځ کې رامنځته شوې. د هغوی په خبره یوې کښتۍ تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه.

امریکايي چارواکو بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سملاسي په دې اړه له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره اړیکه نیولې ده.

د ایران فارس آژانس لیکلي، "د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ددغو دوو پوځي کښتیو ټول سپاره د ایران په اوبو کې نیولي دي."

په راپور کې ویل شوی چې دغه ماڼوګان "په ناقانونه توګه د ایران اوبو ته ننوتي وو."