'کولون کې د جنسې ځورونې او غلا پېښې د پلان له مخې شوې'

د انځور حقوق epa
Image caption جرمني کې د کډوالو لپاره دغه هېواد د پرانیستو دروازو پر پالیسۍ بحثونه پیل شوي دي

د جرمني کولون ښار کې پولیس وايي، د نوي کال مراسمو پر مهال د تر سره شویو ۵۱۶ جرمي قضیو په اړه څېړنه کوي، چې وايي ۴۰ سلنه یې د مېرمنو جنسي ځورونې اړوندې دي.

بل لور ته د جرمني عدلیې وزیر هیکو ماس وايي باور لري، چې د نوي کال مراسمو کې پر مېرمنو د جنسې ځورونې او غلا غدۍ پېښې د یوه منظم پلان له مخې تر سره شوې دي.

پولیس وايي د شمالي افریقا یو شمېر غیر قانوني کډوال او پناه غوښتونکي د دغو بریدونو مشکوکو کسانو کې شامل دي.

دغو پېښو له کبله، چې د دسمبر په ۳۱ شپه رامنځته شوې، جرمني کې د دغه هېواد د پرانیستو دروازو پر پالیسۍ بحثونه پیل شوي دي.

چارواکي او عیني شاهدان وايي دغه بریدګر کسان په هغو نژدې ۱۰۰۰ کسانو کې شامل و، چې د کولون په مرکزي ریل تم ځای کې یو ځای شوي وو او بیا په کوچنیو ډلو ووېشل شول، له ښځو سره یې نامناسب چلند وکړ او غلا یې ورنه وکړه.

له جرمن ورځپاڼې بلډ ایم سنتاګ سره خبرو کې د جرمني عدلیې وزیر ویلي، ' که یوه ډله دغه ډول جرمونه تر سره کوي، هېڅوک یې هم نه شي قانع کولای، چې دا هر څه د یوه پلان له مخې نه دي شوي.'

خو نوموړي د خپلو خبرو لپاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

د انځور حقوق AP
Image caption پولیس وايي د شمالي افریقا یو شمېر غیر قانوني کډوال او پناه غوښتونکي دغو بریدونو مشکوکو کسانو کې شامل دي

جرمن چارواکي دا هڅه هم کوي، چې معلومه کړي، په نورو ښارونو کې د ورته پېښو او کولون پېښو تر منځ کوم تړاو شته که نه.

د ۲۰۱۵ کال په وروستۍ شپه د جرمني په شمالي ساحلي ښار همبورګ او ستت ګارت کې هم د جنسي ځورونې او غلا ورته پېښې شوې وې.

همبرګ پولیسو هغه شپه د غلا او جنسي ځورونې ۱۳۰ دغسې پېښې ثبت کړې او دغه راز بیلفیلد کې سلګونو نارینه وو د شپې کلبونو ته په زوره د ننوتو هڅه کړې.

له دې وروسته د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل له هېوادوه د هغو پناه غوښتونکو شړلو لپاره، چې په جرمونو کې ککړ وي، قانون کې د بدلون راوستو وړاندیز کړی.

دې سره به اړوند هېوادونو ته د دغسې کسانو بېرته ليږل اسان شي.

دغه وړاندیز باید د جرمني له پارلمانه تایید شي او له مخې به یې هغه کسان هم له هېواده شړل کېدای شي، چې مجرمانه کړنې یې څارلې کېږي.

د شنبې په ورځ مېرمن مېرکل خبریالانو ته وویل:

''که جرمونه کېږي او خلک ځان له قانونه پورته بولي، پایلې به یې هم زغمي.''

د جرمني اوسني قانون له مخې یوازې هغه کسان له هېواده شړل کېدای شي، چې درې کلن یا ډېر زندان سزا سره مخامخ وي او په خپل اړوند هېواد کې یې ژوند ته خطر متوجه نه وي.