د سعودي او ايران ترمنځ اصلي شخړه څه ده؟

ایا ویلي شو چې په خلیج کې د دوه لویو سیمه ییزه قوتونو سعودي عربستان او ایران ترمنځ تر بله هر وخت اوس د یوې اوږدې جګړې امکانات ډیر دي؟

کله چې سعودي شیعه دیني عالم نمر النمر اعدام کړ او په تهران کې د سعودي پر سفارت قهرجنو ایرانیانو برید وکړ، د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی خطرناکې کچې ته لوړ شو.

د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر د دواړه هېوادونو ترمنځ د شخړې تاریخي شالید ته کتنه کړې او دا چې څومره امکان شته چې دا هېوادونه شته اختلافونه هوار کړي؟

په تېرو کلونو کې د هیڅ یوه کس اعدام دومره جنجالونه رامنځته نکړل ، لکه څومره جنجال چې د شیعه مخالف په اعدامولو رامنځته شو. د ۴۷ کسانو له ډلې چې سعودي عربستان د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه اعدام کړل، یواځې د یوه کس نوم د هر چا د ژبې پر سر و، دا کس شیخ نمر النمر و ، هغه یو سخت دریځی شیعه دیني عالم و چې د سعودي عربستان په ختیځ کې د مېشتو ناراضه شیعه گانو په منځ کې یې زرګونه پلویان لرل.

د انځور حقوق AP
Image caption په سعودي کې د ملا نمر النمر اعدام ايران کې پراخ غبرگونونه راوپارول.

النمر په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د هغه څه پرمهال ونیول شو چې د عربو د پاڅونو پسرلی بلل کیږي، هغه له (( حاکمه د نافرمانۍ )) او د ناقانونه وسلې د لرولو په جرم محکوم شوی و.

خو د النمر پلویان وايي هغه خلک سوله ییز لاریون ته را بلل او د شیعه لږکیو د حقونو د خوندي کولو غوښتنه یې کوله.

خو د سخت دریځو سنيانو په ګډون د هغه مخالفین وايي النمر ترهګر و ، سعودي حکومت بیا دا شک هم در لود چې النمر ایران ته کار کاوه.

په دغې ۴۷ کسیزې ډله کې ۴۳ یې سني مذهبه او اکثره یې سخت دریځي وو. په دې ډله کې هغه مجرم هم و چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د بي بي سي ایرلنډى کیمره مین سیمون کامبرز وواژه او زه یې شپږ ډزه وویشتلم او پاتې ټول ژوند لپاره يې یې معلول کړم.

خو د النمر اعدام تر ټولو ډېره غوغا په داسې یوه سیمه کې رامنځته کړه چې همدا اوس په کې ډیرې فرقه ییزې شخړې روانې دي.

د النمر په اعدام سره په بحرین ، ايران، عراق او لبنان کې پراخ لاریونونه وشول.

Image caption د سعودي او ايران ترمنځ ترينگلو اړيکو د تاريخ په اوږدو کې ټولې سيمې باندې سورى غوړولى دى.

په ایران کې لوی مذهبي مشر وویل سعودي عربستان به د النمر په اعدامولو سره له "الهي غچ" سره مخامخ شي.

ځینو د مذهبي مشر دا څرګندونې د پیښې په اړه د غبرګون له ښولو د ایران د ځان ویستنې لپاره یوه زیرکه لاره بللې ده.

خو په ۲۴ ساعتونو کې قهرجنو ایرانیانو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ او اور یې ورته کړ، په غبرګون کې سعودي عربستان له ایران سره خپلې دپلوماتېکې او سوداګریزې اړیکې وشلولې.

دا پېښه په ایران دولت کې د هغو سخت دریځو لپاره چې نه غواړي هیواد یې د نړیوال سیاست ډګر ته ننوځي ښايي یوه مرسته وي، خو د هغو منځلارو لپاره چې غواړي له لویدیځې نړۍ سره د اتومي پروګرام پر سر شوې هوکړه عملي شي او د ایران ملیاردونه ډالره له کنګل حالته ووځي، ښايي دغه پیښه یو سرخوږي وي.

له دې وروسته د سعودي عربستان ملګرو هېوادونو کویت، قطر ، متحده عربي اماراتو یو په بل پسې د ایران پرضد دپلوماتیک ګامونه پورته کړل او د ایران او سعودي اړیکې په تیرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو ډيرې خرابې شوې.

د نفوذ خورول:

نو اوس پوښتنه داده چې د سعودي او ایران ترمنځ دغه دښمني له څه سرچینه اخلي ، آیا په رښتیا دا یوه مذهبي دښمني ده؟

سعودي په ۱۹۳۲ میلادي کال کې دیوه دولت په څیر را څرګند شو، د عربي ټاپووزمې زیاتره برخه چې د اسلام مرکز بلل کیږي د سعودي دولت اړوند ده. په اومه میلادي پیړې کې او د اسلامي فتوحاتو په لومړیو کلونو کې د مسلمانانو لښکرو فارسیانو ته ماته ورکړه او د ساسانیانو واکمني یې پای ته ورسوله.

له هغه وروسته په همدغې پېړۍ کې حضرت محمد ومړ او د ځای ناستي په اړه یې چې د مخ پر ودې اسلامي امپراتورۍ مشري به کوي، اختلاف رامنځته شو. یوې ډلې ویل چې د حضرت محمد زوم او د تره زوی یې علي بن أبي طالب به د هغه ځای ناستی شي. همدا ډله د (( علي ډله یا شیعة علي )) په نوم یاده شوه. له هماغه وخت راهیسې دغه ډله په زړه کې همدا د ځای ناستي کینه ساتي او اوس په ایران ، عراق او بحرین کې اکثریت دي.

Image caption په ١٩٧٩ کال د ايران انقلاب دخليجي هېوادونو اړيکو کې د پراخو بدلونونو سبب شو.

په وروستیو کلونو کې یانې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د ایران د اسلامي انقلاب را په دېخوا د ایران او سعودي عربستان اختلاف د نفوذ د پراخولو تر حده ورسیده.

کله چې په ایران کې پخوانی پاچا واکمن و د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ اړیکې ډیرې ښې وې، دغو هېوادونو دا منلې وه چې د ایران سمندري ځواکونه دې د (( خلیج د پولیس )) رول ولري. له لویدیځو هېوادونو راغلو کسانو به په ایران او سعودي عربستان کې نسبتا آرام وخت تېرولو ، آزاد ژوند به یې کولو د تهران په شمال او د ظهران په استوګنیزو سیمو کې به د شراب څښلو پروګرامونه جوړېدل.

دا هر څه په ایران کې د انقلاب په کولو بدل شول، او سمدستي دا سیالي رامنځته شوه چې کوم هېواد د اسلامي نړۍ د مشرتابه مستحق دی. دا چې نویو ایراني مشرانو نورو هېوادونو ته د خپل انقلاب د غزولو او د دوی په وینا د فساد د له منځه وړلو د ناصالحه امیرانو د مخنیوي ژمنه کړې وه ، نو سعودي عربستان د هر هغه څه د مخنیوي تکل وکړ چې دوی یې اسلامي نه بولي.

خو کله چې د یوې اسلامي جلا شوې ډلې له خوا د مکې حرم شریف ونيول شو نو داختلاف دغه اور لا پسې تازه شو، په دې سره واکمنې کورنۍ آل سعود ټکان وخوړ، او پرېکړه یې وکړه چې له سخت درېځې وهابي ډلې سره خپل اړیکې پياوړې کوي او دیني علماو ته به له زده کړې نېولې بیا تر عدالت او هرې ټولنیزې مسالې پورې او د ژوند په نورو برخو کې د مداخلې حق ورکوي.

د تاوتریخوالي زیاتیدل:

همدا وضعیت د دې لامل شو چې نفوذ پراخولو لپاره د وسلې تر لاسه کولو په څېر یوه سیالي رامنځته شوه، ځکه دواړو هېوادونو د خپل لیدلوري سره سم اسلام د رواجولو لپاره سیالي پیل کړه. په لبنان کې د حزب الله ډله ، د سوریې ولسمشر بشار الأسد او په عراق کې د ( عصائب اهل الحق) په څېر قوي شیعه ډلې د ایران په ډله کې شاملې دي، دا وروستۍ هماغه ډله ده چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې پنځه بریتانویان وتښتول او له همدې ډلې يې څلور ووژل.

سعودي عربستان وايي ایران د سیمې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې هم لاس وهنې کوي چې له امله یې دوی د لویۍ احساس کوي. سعودي ایران تورنوي چې په سعودي او بحرین کې میشت شیعه ګان پاروي او په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

خو د ایران مشران بیا پر سعودي عربستان تور لګوي چې د سني سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي، ایران وايي سعودي د القاعده او اسلامي دولت ډلې په څیر جهادي ډلې را منځته کړي دي.

ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ لفظي شخړه د تهران او ریاض ترمنځ د تاوتریخوالي د لړۍ وروستۍ کړۍ وي.

د ایران او عراق ترمنځ د اته کلنې جګړې ( ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸) پرمهال چې د خلیج لومړنۍ جګړه بلل کیږي سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو د صدام حسین په مشرۍ له عراقه د انقلابي ایران په وړاندې د یوه ډال په توګه ملاتړ وکړ.

په ۱۹۸۷ میلادي کال کې په مکه کې څه باندې څلور سوه کسان د ایرانیانو له خوا د یوه سیاسي لاریون پرمهال ووژل شو ، لاریون کوونکي له سعودي امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه، چې له امله یې درې کاله د دواړه هېوادونو دپلوماتیکې اړیکې وشلول شوې.

خاتمي ، احمدي نژاد او اوس روحاني.

کله چې منځ لاری خاتمي په ۱۹۹۷ میلادي کال کې واک ته ورسید د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې. کله چې خاتمي وټاکل شو زه په ریاض کې له خپلو ایراني ملګرو سره د شیراز قهوه خانې ته ولاړم. هغوی پوښتنه وکړه، هاغه کسان وینې؟ دوی هغو کسانو ته اشاره وکړه چې لویې لویې ږیرې او پوځي یونیفورم یې درلود او د بدمعاشانو په څېر ښکارېدل ، زما ایراني ملګرو وویل " دا پخواني خلک دي ، دوی سر سختي انقلابیان دي دوی لویدیځ او د لویدیځ ملګري نه خوښوي ، اوس ددوی وخت تېر دی".

خو دوی تر کومه حده په خپل ګومان کې ناسم وو. په ۲۰۰۵ میلادي کال احمدي نژاد واک ته ورسېد، د هغه په واکمنۍ کې د عربي خلیج له هېوادونو سره اړیکې خرابې شوې ځکه چې د احمدي نژاد مشران چې د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک دی ، بیا پیاوړی شوی و.

کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي پاڅونونه پیل شول، ایران چې تازه په کې د دیموکراتیکو سمونونو غوښتونکي خوځښتونه ځپل شوي وو ، ادعا وکړه چې په عربي نړۍ کې اصلاح غوښتونکي خوځښتونه د دوی له برکته رامنځته شول.

د انځور حقوق AP
Image caption ايران کې د سعودي په سفارت له بريد وروسته گڼو هېوادو تهران سره خپلې دېپلوماتيکه اړيکي پرېکړې

په دې کار سره د تهران په اړه د سعودي شک نور هم زیات شو، د همدې کال په مارچ میاشت کې په بحرین کې د شیعه ګانو اعتراضونه پیل شول ، سعودي د ملي امنیت زر تنه سرتیري د دغه خلیجي هیواد د مهمو بنسټونو د ساتنې لپاره هلته واستول.

دا تر یوې زیاتې کچې ایران ته یو پیغام و چې ګواکې دا خبره دې نوره هېره کړه چې وبه کولی شي په بحرین کې شاهي کورنۍ نسکوره کړي او پر ځای یې یو اسلامي شیعه جمهوریت رامنځته کړي.

خو اوس په ایران کې یو ځل بیا نسبتا معتدل ولسمشر واک ته رسیدلی ، هغه حسن روحاني دی ، خو په ورته وخت کې سعودي بهرنۍ پریکنده کړنلاره غوره کړې چې له امله یې په یمن کې په نا معلومه جګړه کې ځان ښکیل کړی دی.

یواځې دوه اونۍ وړاندې داسې ویل کېدل چې دا امکان شته چې سعودي او ایران په سوریه کې د سولې د خبرو په اړه خپل اختلافات هوار کړي ، او د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه ښايي په سوریه کې خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. د یوه ګډ دښمن په څیر اسلامي دولت ډله هم له منځه تللای شي ، دغه راز دواړه هېوادونه کولی شي چې د سوریې په جګړه کې د ښکیلو لورو له ملاتړه لاس په سر شي.

د دغو هدفونو تر لاسه کېدل نا ممکن نه دي ، خو لږ تر لږه په نږدې وخت کې یې تر لاسه کېدل عملي نه ښکاري.