د سوریې لوږې ځپلي مضایا ښار ته د مرستو کاروان رسېدلی

د انځور حقوق EPA
Image caption خیریه موسسې وایي لوږه د ډېرو خلکو په تېره بیا ماشومانو ژوند ګواښوي.

د ملگرو ملتونو د خير ښېگڼې چارواکو د سوريې د مضايا کلابند شوي ښار سختو اړمنو خلکو ته خواړه ، درمل او کمپلې رسولې دي.

د نړيوالو مرستو دا کاروان د د دوشنبې په ورځ ښار ته ورسېد.

مضايا ته دغه کاروان له هغه سره په يوه وخت کې ورسيد چې يو بل کاروان د حکومت ترکنټرول لاندې هغو دوو کليو ته مرستې ورسولې چې د ياغيانو په کلابندۍ کې دي.

د سره صليب کارکوونکى پاويل کرزوسيک هم مضايا ته له ورغلي کاروان سره مل ؤ .

"خلک به په هرو پنځو دقیقو کې راتلل او پوښتنه به یې کوله چې ، خوراکي مواد مو راوړي دي، دارو درمل مو راوړي دي؟ خورا زړه ماتوونکی دی چې وینې د دومره لږو بشري مرستو لپاره، څومره اوږده موده انتظار پاتې شوي".

د انځور حقوق AFP
Image caption خلک د خوراکي توکو او د درملو د کاروان د وررسېدو په تمه د سړک پر سر ناست ول.

مضايا کې شاوخوا څلوېښت زره کسان ژوند کوي، چې د څو مياشتو راهيسې د سوريې د حکومتي ځواکونو په کلابند کې و او رپوټونه وايي چې يو شمېر کسان له لوږې مړه شوي دي او يو شمېر نور اړوتي چې واښه او آن د پيشوگانو غوښې وخوري. خو د ښار ځینې اوسېدونکي ياغيان تورنوي، چې د لوږې له رپوټونو ناوړه گټه پورته کوي او مرستې ځانونو او خپلو کورنيو ته اخلي . یوه ښځه همدا خبره کوي .

" په مدایا کې وضعیت ډېر خراب دی. له کلابند کېدو وړاندې موږ سم ژوند درلود. کله چې وسلوال یاغیان کلي ته ننوتل له کړنو سره یې خپله اصلي څېره یې ښکاره کړه. په لومړي سر کې خلک پرې وغوليدل خو وروسته ټولو ته ښکاره شوه چې یوازې او یوازې د خلکو د وینو سوداګر دي. هغوی د بل هېڅ شي په هکله فکر نه کاوه، فقط د ځان او د خپلو کورنیو لپاره یې د خوراکي توکو د اکمالولو فکر کاوه. پر نورو خلکو یې خوراکي توکي دومره ګران خوڅول چې د نه منلو وړ دي. د بېلګې په توګه، یوه کیلو وریژې یې په ۸۰۰۰۰ یا ۹۰۰۰۰ سوریايي پونډ چې ۴۰۹ امریکايي ډالره کېږي، خرځول"

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستیو کې د دغه ماشوم خوارځواکۍ ځپلې څېرې د ډېرو خواخوږو انسانانو پام ځان ته ور واړوه.

نن مضايا د سوريې د کړاوونو يوه څېره ده چې دوه کاله وړاندې يرموک ؤ.

دا هغه کړاوونه دي چې د نړيوالو خواخوږی يې راجلب کړی، خو تېر يوه کال کې کلابند شويو سوريه يانو ته د مرستې د رسولو لپاره د ملگرو ملتونو د غوښتتنو يوازې لس سلنه پلي شوي دي .

کلابند شويو سيمو او په سختۍ وررسېدونکو دغو سيمو کې اوس اوس ٤،٥ ميليونه خلک ژوند کوي .

ورته مطالب