نړیوال بازار کې موقتاً د تیلو بیې ریکارډ کچه وغورځېدې

د انځور حقوق
Image caption که د تیلو بیې همداسې مخ پر ځوړ وي، روسیه باید د ډېر ناوړه اقتصادي کړکېچ لپاره چمتو واوسي دیمتري مدیودیف

د تیلو بیې د تېرو ۱۲ کلونو مودې کې په موقت ډول تر ټولو په ټیټ کچ کې ولیدلې شوې.

د چهارشنبې په ورځ دغه بیې له ۳۰ ډالرو هم لاندې ولوېدې، خو اوس بیا دغه بیې بېرته په لوړېدو دي.

د برینټ خامو تیلو یوه بېرل بیه ۲۹ ډالره اعشاریه نهه شپږ ته وغورځېده، خو بیا وروسته بېرته ۳۰ اعشاریه دوه دوه ته لوړه شوه.

تېرو ۱۵ کلونو کې د نفتو بیو کې ۷۰ سلنه ټیټوالی لیدل شوی دی.

له دې مخکې د روسیې لومړي وزیر دیمتري مدیودیف خبرداری ورکړی، چې د تېلو غورځیدونکو بیو له کبله ښايي روسیه روان کال اوږدو کې خپلې بودیجې ته بیا له سره کتنه وکړي.

د نوموړي په وینا که د تیلو بیې همداسې مخ پر ځوړ وي، روسیه باید د ډېر ناوړه اقتصادي کړکېچ لپاره چمتو واوسي.

د روسیې حکومت له نیم ډېر عاید له تیلو او پرې لګېدونکو مالیو تر لاسه کېږي.

تېر کال د روسیې فدارلي بودیجه د تیلو ۵۰ ډالره یو بېرل بیې ته په پام کې نیولو سره تصویب شوه، خو له هغه وروسته ولسمشر ولادمیر پوتین وویل، چې دا 'غیر واقعي'ده.

د رویټرز خبري اژانس په خبره دولتي ادارو ته د تېر کال د پالیسۍ له مخې په خپلو لګښتونو کې د ۱۰ سلنې لږوالي راوستو امر شوی.

لګښتونو کې به د دغه کمښت له کبله د دولتي مامورینو معاشونه او تقاعد خوندي کړل شي.

د روسیې اقتصاد وزیر په خبره که د تیلو بیه ۸۲ ډالرو ته ورسیږي، د هېواد بودیجې انډول به یې برابر شي.

بل لور ته د اقتصاد وزیر خبرداری ورکړی، چې وار له مخه روسیه د ځینو څېزونو له لږو بیو سره مخامخ ده، چې پکې د تیلو یوه بیرل بیه له ۱۵ تر ۲۰ ډالرو ده.