"د پټان کوټ د حملو په تړاو د جيش محمد غړي نه دي نيول شوي"

د انځور حقوق AP
Image caption هندوستان د جيش محمد ډله د پټان کوټ په بريدونو کې په لاس درلودو تورنه کړې وه.

د هدوستان په پټان کوټ ښارکې د هوايي ځواک په مرکز بريدونو باندې تورن د جيش محمد پاکستانۍ ډلې د ټولنيزو اړيکو په پاڼې ليکلي " چې د دوى د غړو نيول کېدو سره به د دوى په فعاليتونو هيڅ اغېز نه کېږي".

ددې ډلې په فيس بک پاڼه چې تر ډيره پرې د جيش محمد د مشر، مسعود اظهر، ويناوې او ليکنې خوريږي په وروستي پيغام کې ادعا شوې ده چې " لومړى د دوى څوک غړي نيول شوي نه دي که داسې نيونې ترسره هم شي هغه به هيڅ اغېز نلري".

تېره ورځ د هندوستان لخوا ددې تور لگولو وروسته چې د جيش محمد ډله د پټان کوټ په بريدونوکې ښکيله وه، پاکستان ددې ډلې پرضد پلټنې پيل کړې او د هغوي د څو غړو د نيولو ادعا يې کړې وه.