بورکینافاسو هوټل کې ۱۲۶ برمته کسان خوشي شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption وسله والو د جمعې په ماښام (جنورۍ ۱۵مه) په پلازمېنه اواګادوګو کې پر یوه مجلل هوټل او ورڅېرمه چایخونې (کافي شاپ) برید وکړ.

د افریقایي هېواد بورکینافاسو امنیتي ځواکونو فرانسوي سرتېرو سره په ګډه په پلازمېنه اواګادوګو کې ۱۲۶ یرغمل آزاد کړي او د سپلندید مجلل هوټل کنټرول یې ترلاسه کړی چې اسلامپالو اورپکو پرې تېره شپه برید وکړ.

د راپورونو له مخې، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې بریدګر وژل شوې دي.

د القاعدې المغرب څانګې ددې برید مسوولیت منلی دی.

د جمعې په ماښام (جنورۍ ۱۵مه) شاوخوا ۷:۳۰ بجو په پلازمېنه اواګادوګو کې د یوه مجلل هوټل مخې ته لومړی د چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه وچاودېدل او وروسته وسله وال هوټل او ورڅېرمه چایخانې (کافي شاپ) ته ننوتل او ځېنې کسان یې یرغمل کړل.

د انځور حقوق afp

د بورکینافاسو د کورنیو چارو وزیر د دولتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ د سختو ډزو د تبادلې خبره کړې ده.

ده همدراز ویلي، تر برید وروسته د لسو کسانو مړي په هوټل او کافي شاپ کې موندل شوي دي.

له دې دوو ځایونو تر ډېره د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکي او لویدیځوالو سیلانیانو ګټه اخسته.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، ۳۰ یرغمل کسان تېره شپه خوشي شوي، خو دا وېره شته چې لږ ترلږه ۲۳ کسان وژل شوې دي. وژل شوي کسان په ۱۸ هېوادونو اوسېدونکي دي.

د فرانسي ولسمشر فرانسوا اولاند چې د هېواد سرتېري د اورپکو ضد دې عملیاتو کې برخه لرله، دا برید غندلی دی.

د بورکینافاسو د اړیکو وزیر بي بي سي ته ویلي، له ۶ تر ۷ کسانو په دې بریدونو کې برخه اخستې وه.

د اړیکو وزیر په خبره، ددې بریدونو په ترڅ کې ۳۳ ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوې دي.