سیرالیون کې اېبولا ناروغي بیا را برسېره شوې

سیرالیون له هغې څو ساعته وروسته د اېبولا ناروغۍ له کبله د یوه کس مړینه تایید کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان په لوېدیځې افریقا کې د دې ناروغۍ وبا ختمه اعلان کړه.

دغه هېواد د نومبر په اوومه نېټه د اېبولا له ویروسه پاک اعلان شوی و. لایبېریا د سیمې یوازنی هېواد و چې لا هم په تېرې میاشتې کې پکې د اېبولا قضیې وې، خو د پنجشنبې په ورځ هغه هم د دې ناروغۍ له ویروسه پاکه وبلل شوه.

اوس د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي د ایبولا ناورغۍ نورې پېښې هم رابرسېره شي.

د انځور حقوق AFP

د اېبولا ناورغۍ د ازموینې د یوه مرکز ویاند یحیی سعیدي بي بي سي ته وویل د دې ناروغۍ له امله دغه کس د تاکولي په ولسوالۍ کې مړ شوی دی. د نوموړي په وینا د اېبولا دغه ناورغ له کمبیا نه چې د ګیني له پولې سره نژدې سیمه ده راغلی و.

اوس ډاکټرانو له هغو کسانو غوښتنه کړې چې له مړ شوي کس سره په تماس کې شوي وو چې د طبي مرستو لپاره دوی ته مراجعه وکړي.

د ۲۰۱۳ کال له دېسمبر میاشتې راهیسې په سرایلیون کې شاخوا څلور زره او په ټوله سیمه کې ۱۱ زره کسان د ایبولا ناروغۍ له امله مړه شوي دي. لایبېریا وروستی هېواد و چې د اېبولا ناروغۍ فعال لېږد پکې پای ته ورسېد. دغه هېواد له دې وړاندې هم دوه ځلې له دې ناروغۍ پاک بلل شوی، خو وروسته بیا پکې تازه ناروغان وموندل شول.

یو هېواد هغه مهال له ناروغانو نه روغو کسانو ته د اېبولا له لېږده خوندي ګڼل کېږي، چې له وروستي ناروغ تر مالومېدو ۲۱ ورځې وروسته پکې له دویم ځلي ازموینو وروسته کومه تازه پېښه و نه موندل شي.