په ټايوان کې لومړنۍ ښځينه ولسمشره ټاکل شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه ټاګنې د چين او ټايوان تر منځ له تاريخې ناستې يوه مياشت وروسته ترسره کېږي

په ټایوان کې د خپلواکۍ پلوي د "پرمختګ دیموکرات" ګوند کاندیدې تسای اينګ ون د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې دي.

دا د ټايوان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې يوه ښځينه د ولسمشرۍ ټاکنې ګټي.

۵۹ کلن تسای د چين مخالف او له دغه هېواده د ازادۍ غوښتونکي "پرمختګ ديموکرات" ګوند غړې ده.

اغلې تسای د واکمن ګوند کانديد ايرک چو، ته په لوی توپير ماته ورکړه او د رايو د شمېر له پای وړاندې، ايرک خپله ماته ومنله.

دغه ټاګنې د چين او ټايوان تر منځ له تاريخې ناستې يوه مياشت وروسته ترسره کېږي.

د ټاکنو له ګټلو وروسته اغلې تسای په خپلو خبرو کې ويلي، له چين سره ښې اړيکي غواړي او بېجېنګ هم بايد د ټايوان خپلواکي او ډيموکراسۍ ومني او په درنه سترګه ورته ورګوري.

چينايي چارواکي ټايوان ته د خپل يوه ولایت په سترګه ګوري او وايي که اړتيا وه د پوځ په زور به يې ونيسي.

په خپلو خبرو کې تسای دا د ټايوان لپاره يو نوی پړاو وباله او له ټولو سياسي ګوندونو يې په مهمو پرېکړو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړې د امریکا او جاپان له مرستې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې ټايوان به د سيمې په امن او سوله کې ونډه واخلي.

واکمن (ملت پال) ګوند چې له چین سره د یوځای کېدو پلوی دی، له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې په واک کې دی، دا دوهم ځل دی چې پرمختګ ديموکرات ګوند دغه ټاکنې ګټي.

شنوونکي وايي د دغو ټاکنو په پايله کې د ټايوان اقتصادي حالت او له چين سره اړيکو مهم رول درلود.

تر اوسه اغلې تسای له چين د ازادۍ په اړه څه نه دي ويلي، خو مخالفين يې وايي چې، د نوموړې ټاکل کېدای شي له چين سره د ټايوان اړيکي خراب کړي ځکه چې تسای د "يوه چين" پاليسې نه مني.

په ټايوان کې ډېری خلک له چېن د ازادۍ غوښتوونکي دي او د چين زیاتېدونکي اثر اندېښمن کړي دي، خو بل خوا د ټایوان ولسمشر ما ینګ جیو له رایې ورکوونکو غوښتنه کړې وه چې د ټایوان د خپلواکۍ غوښتنې ونه مني.

ورته مطالب