"۲۰۰ زره کسان په دير الزور کې د خوړو له نشتوالی سره مخ دي"

د انځور حقوق EPA
Image caption څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی و، چې د سوريې مضایا ښار ته يې د مرستو کاروانونه استولي دي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د سوريې په ختيځ ديرالزور کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي.

اوس مهال ديرالزور ښار د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) تر کلابندۍ لاندې دی.

ملګري ملتونه وايي، چې په دير الزور ښار کې يې له لوږې د وژل شويو کسانو په اړه هم خبرونه ترلاسه کړي دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د تېر کال له مارچ مياشتې راهيسې د دې ښار لوېديځې برخې کلابندې کړې دي، دغه ډله د ښار ځينې نورې برخې هم تر ولکې لاندې لري.

سوري فعالان وايي. "اسلامي دولت" نومې ډلې نوې بريدونه پيل کړي او د حکومت ۳۰ ملاتړي وسله وال ځواکونه يې هم وژلي دي.

نژدې څلور نيم ميلیون سوري وګړي په داسې سيمو کې ژوند کوي، چې لاس رسی ورته ګران دی او شاوخوا ۴۰۰ زره يې په هغو سيمو کې اوسېږي چې کلابندې دي، د ژوند لومړنيو اړتياوو لکه د خوړو او اوبو له نشتوالي سره مخ دي

د خوراکي موادو د رسولو په لار کې تر ټولو لويه ستونزه، هلته د ښکېلو غاړو تر منځ روانه جګړه ده.

څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی و، چې د سوريې مضایا ښار ته يې د مرستو کاروانونه استولي دي.

مضايا کې شاوخوا څلوېښت زره کسان ژوند کوي، چې له څو مياشتو راهيسې د سوريې د حکومتي ځواکونو په کلابندۍ کې وو،

رپوټونه ويلي وو، چې يو شمېر کسان له لوږې مړه شوي هم وو او يو شمېر نور اړوتي وو چې واښه او کورنۍ حيوانات وخوري.

ورته مطالب