اوباما: هيله من يم چې ايران به له دغه فرصته ګټه واخلي

د انځور حقوق Getty
Image caption ولسمشر اوباما له ايران سره نوې اړيکي ستايلي دي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کې له ايران سره نوې اړيکي ستايلي دي او ويلې يې دي هيله من دی چې ايران به د نړيوالو سره د همکارۍ په برخه کې له دغه فرصته ګټه واخلي.

ولسمشر بارک اوباما دغه خبرې پر ايران د لګېدلو اقتصادي بنديزونو له لرې کېدو ېوه ورځ وروسته کړې دي.

د ولسمشر بارک اوباما په وينا د اتومې پرېکړې مطلب دا دی چې ايران به اتومي وسلې نه جوړ وي. نوموړی وايي په منځي ختيځ کې د جګړې پر ځای ډيپلوماسۍ تاريخي پرمختګ کړی دی.

ښاغلي اوباما له ايران سره د بنديانو د تبادلې په برخه کې د پنځو امريکايي بنديانو خوشي کول هم ستايلي دي.

له دې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني د نړيوالو اقتصادي بنديزونو لرې کول له نړۍ سره د اړيکو يو نوی پيل بللی و.

د امريکا او ايران د مشرانو سربېره د نورو هېوادونو مشرانو د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا پر ايران د اقتصادي بنديزنو ختمولو ستاينه کړې وه.

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون "دا يو ښه اقدام بللی، او وايي دواړو غاړو خپلې وعدې پوره کړې دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فېلېپ هومونډ دا د "ډېپلوماسۍ کاميابي بللې وه."

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر ويلي "د سيمې د نورو مسلو د حل کولو لپاره له ايرانه د همداسې يوې جذبې هيله لري."

ورته مطالب