"داعش د دير الزور ښار بريد کې سلګونه ولسي وګړي له ځانه سره بېولي"

د انځور حقوق AP

په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، د "اسلامي دولت" نومې ډلې جنګياليو د سوريې دير الزور ښار بريد کې "۴۰۰ ولسي وګړي له ځانه سره بېولي دي."

خپلواکه سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دی تاييد کړی.

د يادې شوې ډلې په وينا د دغې ښار په جګړه کې لږ تر لږه "۱۳۵ کسان وژل شوي چې ۸۵ يې ولسي وکړي دي."

د سوريې دولتي رسنيو د وژل شويو کسانو شمېر له دې زيات ښودلی، وايي په دغو نښتو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

ويل کېږي "اسلامي دولت" نومې ډلې د ځانمرګو بريدګرو په مرسته په ياده شوې سيمه کې دغه عمليات ترسره کړي دي.

ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې د دير الزور ښار به ځينو برخو کې دوضعيت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و، دغه ښار له زياتې مودې راهيسې کلابند دی.

ويل کېږي د روسيې هوايي ځواکونو په دېر الزور ښار کې بند پاتې ولسي وګړو ته د هوا له لارې مرستې ور اچوي او په عين حال کې نوموړي ښار سره په نژدې سيمو بمونه غورځوي.

وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې شاوخوا ۲۰۰ زره وګړي په دير الزور ښار کې د خوړو له نشتوالی سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي داسې ناتاييد خبرونه يې ترلاسه کړي چې په دير الزور کې له لوږې ځينو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

"اسلامي دولت" ډلې د تېر کال له مارچ مياشتې راهيسې د ياد شوي ښار لوېديځې برخې کلابندې کړې دي او د ښار ځينې سيمې يې تر ولکې لاندې دي.

نژدې څلور نيم ميليون سوري وګړي په داسې سيمو کې ژوند کوي، چې لاس رسی ورته ګران دی او شاوخوا ۴۰۰ زره يې په هغو سيمو کې اوسېږي چې کلابندې دي او د ژوند لومړنيو اړتياوو لکه خوړو او اوبو له نشتوالی سره مخامخ دي.

ورته مطالب